پوهنې وزارت: د ۵۳ سلنه ماشومانو د زدهکړو د محرومیت شمېرې بشپړ انځور نه وړاندې کوي
(بریانیو پنجشنبه (۲۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د پوهنې وزارت د یونسکو او یونیسف د وروستي ګډ راپور په غبرګون کې ویلي چې د رسمي زدهکړو له نظامه د ۵۳ سلنه ماشومانو بهر پاتې کېدل، په دې معنا نه دي چې هغوی په بشپړه توګه له زدهکړو بېبرخې دي وزارت وايي، د افغانستان د ښوونیز وضعیت د ارزونې پر مهال باید خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم په پام کې ونیول شي د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې له ۷.۶ میلیونو ډېر زدهکوونکي په څه باندې ۱۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي. همداراز، له ۲.۴ میلیونو ډېر طالبالعلمان په څه باندې ۲۰ زره دیني مدرسو کې زدهکړې کوي د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو پنځو کلونو کې نږدې پنځه میلیونه نوي زدهکوونکي د پوهنې نظام ته جذب شوي دي. په لرې پرتو او محرومو سیمو کې ۳۷۳ نوي ښوونځي جوړ شوي او له ۴۸.۷ میلیونو څخه ډېر درسي کتابونه زدهکوونکو ته وېشل شوي دي د وزارت د معلوماتو له مخې، د څه باندې زر ښوونیزو مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د څلور زره او ۱۶۰ ښوونیزو مرکزونو ودانۍ هم بیارغول شوې دي د یونسکو او یونیسف راپور څه وايي؟ یونسکو او یونیسف په خپل هغه ګډ راپور کې، چې د لړم پر ۱۳مه خپور شوی، ویلي چې په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان د رسمي زدهکړو له نظامه بهر پاتې دي په راپور کې راغلي چې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او د زدهکوونکو د زدهکړې کچه هم له جدي ننګونو سره مخ ده د راپور له مخې، ۱۶۲ زره زدهکوونکي، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي، په پنځه زره او ۳۰۰ سیمهییزو ښوونیزو ټولګیو کې زدهکړې کوي یونسکو او یونیسف همداراز ویلي چې د څلورم ټولګي له زدهکوونکو څخه تر نیمايي لږ شمېر د ژبې د مهارتونو لږترلږه کچې ته رسېږي، په داسې حال کې چې یوازې څلورمه برخه یې په ریاضي کې اړین لومړني مهارتونه ترلاسه کوي د شمېرو پر څرنګوالي د وضاحت غوښتنه د پوهنې وزارت د ۵۳ سلنه ماشومانو د شمېرې د محاسبې د بنسټ د روښانه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د معلوماتو د تخنیکي ارزونې او پرتله کولو لپاره له یونسکو او یونیسف سره همکارۍ ته چمتو دی د دواړو لورو ترمنځ د شمېرو د محاسبې او پوښښ په څرنګوالي کې توپیر دا اړتیا لا څرګندوي چې د معلوماتو د راټولولو تګلارې روښانه شي او په افغانستان کې زدهکړو ته د ماشومانو د واقعي لاسرسي کچه په هر اړخیز ډول وارزول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?