news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان سیلابونه؛ یوازې طبیعي پېښه که یو ستر انساني بحران؟

د افغانستان سیلابونه؛ یوازې طبیعي پېښه که یو ستر انساني بحران؟

د افغانستان سیلابونه؛ یوازې طبیعي پېښه که یو ستر انساني بحران؟

(بریانیو پنجشنبه (۲۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د اقلیم بدلون یوازې یوه علمي موضوع نه ده، بلکې د انسانیت په ژوند یو مستقیم ګواښ ګرځېدلی دید تېرې یوې لسیزې په جریان کې نړۍ د بې‌ساري اقلیمي بدلونونو شاهده ده،شدید توپانونه، پرله‌پسې وچکالۍ، د تودوخي لوړوالی، ناڅاپي درانه بارانونه او ویجاړونکي سیلابونه د ځمکې له یوې څنډې تر بلې د ژوند نظم ګډوډ کړی دی
د تېرو څو لسیزو راهیسې ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې که عاجل ګامونه پورته نه شي، نړۍ به له ناورینونو سره مخ شي
افغانستان نن د همدې نړیوال بحران یو ژوندی مثال دی
وروستي سیلابونه یوه طبیعي پېښه نه، بلکې انساني تراژیدي ده،زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې، انسانانو ژوند له لاسه ورکړی، فصلونه له منځه تللي او مالدارۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي
دې حالت د راتلونکي لپاره د لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي سقوط جدي ګواښ رامنځته کړی دا یوازې د مرستو موضوع نه ده د انساني کرامت د ژغورنې مسأله

په داسې حساس وخت کې چوپ پاتې کېدل بې‌پروايي نه، بلکې د انسانیت په وړاندې بې‌مسؤلیتي ده
هېوادوال چې هر څومره وس لري، باید د ملي او انساني وجدان له مخې سره راټول شي او د سیلاب ځپلو لاسنیوی وکړي
یوازې مالي مرسته مهمه نه ده،هره هڅه، هر غږ او هر اقدام خپل ارزښت لري.
له بلې خوا، نړیوالې خیریه ادارې او مرستندویه بنسټونه باید خپل مسؤلیت په رښتینې مانا ادأ کړي

ده
عاجلې او هدفمندې مرستې کولی شي د یو ستر ناورین مخه ونیسي،د انسانانو ژوند وژغوري، د خوراکي بحران شدت راکم کړي، د انفلاسیون له توپانه مخنیوی وکړي او د یوې ټولنې د بشپړ سقوط مخه ونیسي
نن ورځ دا ازموینه یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټول انسانیت ده، که موږ نن لاس په کار نه شو، سبا به دا ناورین زموږ د هر یو تر دروازې ورسېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto