news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نړیواله جنايي محکمه: د افغانستان د پخوانیو جنګي جرمونو د ځینو څېړنو د تړلو پرېکړه وکړه

نړیواله جنايي محکمه:  د افغانستان د پخوانیو جنګي جرمونو د ځینو څېړنو د تړلو پرېکړه وکړه

نړیواله جنايي محکمه:  د افغانستان د پخوانیو جنګي جرمونو د ځینو څېړنو د تړلو پرېکړه وکړه

(بریانیو شنبه (۲۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د جرمونو نړیوالې محکمې (آی سي سي) قاضیانو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د داعش خراسان ډلې د احتمالي جنګي جرمونو اړوند څېړنې په رسمي ډول وتړي او خپل تمرکز د ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو کړنو پر څېړلو واړوي

 د راپور له مخې، د محکمې قاضیانو ویلي چې څارنوالانو د یادو قضیو د لا څېړلو لپاره کافي وړتیا او امکانات نه دي ثابت کړي

خو د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالۍ د دغې پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې ده

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې امریکا تر دې وړاندې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو د څېړنې او همداراز د اسراییلي چارواکو د نیولو د حکمونو له امله پر نړیوالې جنايي محکمې بندیزونه لګولي وو

سره له دې، د اسلامي امارت د څلورو مشرانو د نیولو صادر شوي حکمونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي

د نړیوالې جنايي محکمې وروستۍ پرېکړه یو ځل بیا په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو د حساب‌ورکونې او عدلي څېړنو په اړه بحثونه را تازه کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto