news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: په نهو میاشتو کې نږدې ۱۰ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي

اوچا: په نهو میاشتو کې نږدې ۱۰ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي

اوچا: په نهو میاشتو کې نږدې ۱۰ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي

(بریانیو سه شنبه (۲۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده
د دغه دفتر د تازه راپور له مخې، په دې موده کې څه باندې پنځه میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې او له څلورو میلیونو څخه زیاتو نورو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
راپور زیاتوي، چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې د افغانستان د بشري مرستو لپاره ۵۳۷ میلیونه ډالره نوې مرسته برابره شوې، چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۱ سلنه جوړوي
اوچا ټینګار کړی، چې د بشري مرستو د اړتیا وړ بودیجې لا هم ۶۹ سلنه برخه نه ده تمویل شوې او د مرستو د برابرولو په برخه کې د پام وړ مالي تشه موجوده ده
دغه اداره وایي، بشري مرستندوی سازمانونه هڅه کوي، چې له شته محدودو سرچینو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او اړمنو خلکو ته مرستې په لږ لګښت او مناسب ډول ورسوي
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto