اخبار افغانستان
افغان کډوال: تر ۵۰۰ ډېر افغانان په پاکستان کې د جرمني د پناه ورکولو د ژمنې د عملي کېدو په تمه دي
افغان کډوال: تر ۵۰۰ ډېر افغانان په پاکستان کې د جرمني د پناه ورکولو د ژمنې د عملي کېدو په تمه دي
(بریانیو سه شنبه (۲۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
تر ۵۰۰ ډېر افغانان چې جرمني ورسره د پناه ورکولو ژمنه کړې وه، لا هم په پاکستان کې له سختو شرایطو او نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د خپلو دوسیو د برخلیک روښانه کېدو ته په تمه دي
د راپورونو له مخې، دغو افغان کورنیو له امنیتي ګواښونو او اندېښنو سره سره، د پیسو په بدل کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو وړاندیز نه دی منلی او ټینګار کوي چې د خپل خوندیتوب لپاره باید جرمني ته د لېږد بهیر بشپړ شي
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د منلو اصلي بهیر پای ته رسېدلی دی. دغه دریځ په داسې حال کې څرګندېږي، چې سلګونه افغانان لا هم په پاکستان کې د خپل راتلونکي په اړه له ناڅرګند وضعیت سره ژوند کوي
بلخوا، د جرمني په پارلمان کې پر حکومت نیوکې شوې دي، چې د هغو افغانانو له وضعیت سره کافي پاملرنه نه کوي چې د خپل پخواني کار او فعالیتونو له امله له جدي خطرونو سره مخ دي
د دغو افغانانو برخلیک لا هم روښانه نه دی او کورنۍ یې د جرمني د پناه ورکولو د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2091
-
اخبار افغانستان
1124
-
مقاله
837
-
سیاست
415
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl