امریکا: د ایران پر قشم ټاپو بریدونه کړي؛ د پنځو تر شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوې
(بریانیوچهار شنبه (۲۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د ایران د قشم ټاپو پر ځینو سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې د ټاپو په بېلابېلو برخو کې د پنځو تر شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي
د هرمزګان ولایت د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال احمد نفیسي ویلي، چې د امریکا بریدونو د قشم ټاپو حیاتي زېربناوو، استوګنیزو سیمو او خدماتي بنسټونو ته زیان نه دی اړولی
نوموړي زیاته کړې، چې په قشم ټاپو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ټولې مرستندویه، خدماتي او اجرائیوي ادارې د احتمالي بېړنیو حالاتو لپاره بشپړ چمتووالي کې دي
په ورته وخت کې، الجزیرې د یوه امریکایي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي ځواکونو د قشم ټاپو پر یوه توغندیز مرکز برید کړی دی
د دغه امریکایي چارواکي په وینا، دا برید د ایران له لوري د بحرین په یوه پوځي اډه کې د امریکا پر راداري سیستم د بېپیلوټه الوتکو د برید په غبرګون کې شوی او موخه یې د امریکایي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو پر وړاندې د ایران د اقداماتو ځوابول وو
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2095
-
اخبار افغانستان
1124
-
مقاله
838
-
سیاست
415
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl