اپيک غونډه : چین، امریکا او روسیې د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره ګډه اعلامیه خپره کړه
(بریانیوز جمعه (۲۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
چین، امریکا او روسیې د پنجشنبې په ورځ د چین په شنژن ښار کې د ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او شي جینپینګ ترمنځ له درېاړخیزې ناستې وروسته د سولې ګډه اعلامیه خپره کړې ده
درې واړو مشرانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې اټومي جګړه باید هېڅکله رامنځته نه شي او د داسې ګواښونو د مخنیوي لپاره باید ګډې هڅې وشي
د اعلامیې له مخې، د امریکا، روسیې او چین مشرانو هوکړه کړې چې د اټومي ګواښونو د کمولو، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي او د ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح په برخو کې به له یو بل سره همکاري کوي
خو د دې ګډې اعلامیې یوه د پام وړ برخه دا ده چې د اوکراین او ایران روانو جګړو ته پکې هېڅ اشاره نه ده شوې
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه غونډه بریالۍ بللې او له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره یې خپلې اړیکې ښې ارزولې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2109
-
اخبار افغانستان
1135
-
مقاله
841
-
سیاست
418
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl