محمد صادق : پاکستان او سویډن استازو د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو خبرې کړې دي
(بریانیوز پنجشنبه (۲۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، د سویډن له چارواکو سره د افغانستان د وضعیت او سیمهییزو امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي
په دې کتنه کې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس، میکایل لیندوال، او د دغه هېواد سفیرې، الکساندرا برګ فون لېنده، هم ګډون درلود
محمد صادق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث کړی دی
نوموړي زیاته کړې چې د نویو امنیتي ننګونو د مخنیوي او حل لپاره یې پر ګډو هڅو او همکارۍ ټینګار کړی دی
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي مسایلو په اړه اختلافات دوام لري. تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان هغه ادعاوې بېبنسټه بللې وې چې له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو د رامنځته کېدو په اړه یې مطرح کړې وې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2102
-
اخبار افغانستان
1131
-
مقاله
840
-
سیاست
416
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl