عباس عراقچي: ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي
(بریانیوز شنبه (۳۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران لا هم هڅه کوي له امریکا سره روانه جګړه د ډیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له لوري د وړاندیز شوې هوکړې شرطونه د منلو وړ نه دي بللي
عراقچي ویلي چې د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده او ایران داسې یوې هوکړې ته لېوالتیا لري چې په راتلونکي کې د بلې جګړې د رامنځته کېدو مخه ونیسي او د هغې د نه تکرار ډاډ ورکړي
نوموړي ټینګار کړی چې په ایران کې د غني شویو یورانیمو ساتل د تهران له اساسي سرو کرښو څخه دي؛ خو په وینا یې، د دې موضوع لپاره یوې عادلانه او د منلو وړ حللارې ته رسېدل ممکن دي
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي چې ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو لا هم داسې تړون ته چمتو نه دی چې د ده لپاره د منلو وړ وي
د دواړو لورو څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2110
-
اخبار افغانستان
1136
-
مقاله
841
-
سیاست
418
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl