په کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د کندهار ښار په عینو مېنه کې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ودونو یو لوی تالار جوړ کړی.
بریانیوز- دوشنبه، ٢ قوس ١٤٠٥
د دغو سرچینو په وینا دغه تالار د «مبارک کانټیننټل» په نوم د ملا ندیم د مېرمنې د وروڼو په نوم ثبت شوی او له څو میاشتو راهیسې یې فعالیت پیل کړی دی.
دغه تالار د عینو مېنې ښارګوټي په دویمه برخه کې، د ۳۰ او ۳۱ سړکونو ترمنځ او د سیتا څلورلارې ته څېرمه، پر شاوخوا اته زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی. د راپور له مخې، دغه ودانۍ د نږدې پنځه زره کسانو د مېلمستیا ظرفیت لري.
د کندهار په دې ګرانبیه سیمه کې د ځمکې د هر متر مربع بیه شاوخوا ۱۵۰ امریکايي ډالره اټکل شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د تالار د اصلي مالکیت او لګول شوې پانګې د کچې د پټ ساتلو په موخه، د دې ودانۍ د پرانیستې لپاره هېڅ رسمي مراسم نه دي ترسره شوي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د ندا محمد ندیم د مېرمنې وروڼه تر دې وړاندې د موټرو د ویلډینګ او صافکارۍ په برخو کې بوخت وو، خو په وروستیو کلونو کې یې شتمني په څرګند ډول زیاته شوې او اوس ځانونه ملي سوداګر معرفي کوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2118
-
اخبار افغانستان
1145
-
مقاله
843
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl