اخبار جهان
د کډوالو عالي کمېشنرۍ: له ایران او پاکستان څخه په ۲۰۲۶ کال کې تر ۱.۳ میلیونه ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
د کډوالو عالي کمېشنرۍ: له ایران او پاکستان څخه په ۲۰۲۶ کال کې تر ۱.۳ میلیونه ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
د دغه سازمان په وینا، ډېری راستنېدونکي افغانان له محدودو امکاناتو سره هېواد ته راستانه شوي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې د خپلو همکارو بنسټونو په همغږۍ راستنېدونکو کورنیو ته بېړنۍ مرستې او د ساتنې اړوند خدمتونه وړاندې کوي، څو هغوی وکولی شي له لومړنیو ستونزو سره مقابله وکړي
خو دغه سازمان ټینګار کړی چې یوازې بېړنۍ مرستې د راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي؛ ځکه ډېری کورنۍ د خپل ژوند د بېرته جوړولو، د عاید د سرچینو موندلو او په ټولنه کې د بیا ادغام لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د راستنېدونکو کورنیو د دوامدار ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستندویه ادارو او نورو اړوندو بنسټونو همکاري اړینه ده، څو دغه کورنۍ وکولی شي په خپل هېواد کې باثباته ژوند پیل کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2127
-
اخبار افغانستان
1151
-
مقاله
843
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl