ملګري ملتونه: د افغان ښځو ګډون په سوله او پرېکړو کې د تلپاتې ثبات لپاره اړین دی
(بریانیوز سه شنبه (۳/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې ځانګړې استازې، پرامیلا پتن، د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب او په سیاسي، ټولنیزو او سولهییزو بهیرونو کې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی دی
پتن د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت تامین او د هغوی د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي
نوموړې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د بشري حقونو اړوند له ۲۶۴ فرمانونو څخه ۱۶۶ هغه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو اغېز کړی دی
د ملګرو ملتونو دې چارواکې همداراز د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانېزم د فعالیتونو د دوام په موخه د اړینو مالي سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه میکانېزم ملاتړ وکړي
پتن ویلي، د افغان ښځو ګډون په پرېکړهنیونکو بهیرونو او د عدالت په تامین کې ځانګړی اهمیت لري او له دغه ګډون پرته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ترلاسه کول ستونزمن دي
هغې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي، د هغوی د حقونو د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي او خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?