زلمي خلیل زاد: د عمران خان د زندان شرایط او روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دي
(بریانیوز پنجشنبه (۵/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیايي وضعیت او په زندان کې د هغه د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده خلیلزاد د عمران خان د زوی، سلیمان خان، د څرګندونو په غبرګون کې د نوموړي د پلار او د هغه د مېرمنې، بشرا بيبي، د زندان وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ او شرموونکی» بللی دی سلیمان خان ویلي چې د پلار روغتیايي وضعیت یې خراب دی او د پاکستان چارواکي باید د دغه هېواد د سترې محکمې هغه حکمونه ژر عملي کړي چې له مخې یې عمران خان باید د شفا انټرنیشنل روغتون ته ولېږدول شي او روغتیايي خدماتو ته ورته لاسرسی برابر شي نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې د محکمې پرېکړې عملي کړي او د پلار د درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي د خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د زندان د شرایطو په اړه د هغه د کورنۍ اندېښنې او غوښتنې مطرح شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2133
-
اخبار افغانستان
1152
-
مقاله
845
-
سیاست
420
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl