news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کاناډا : په افغانستان کې خپلو وګړو ته د قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له قطر سره هوکړه کړې

کاناډا : په افغانستان کې خپلو وګړو ته د قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له قطر سره هوکړه کړې

کاناډا : په افغانستان کې خپلو وګړو ته د قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له قطر سره هوکړه کړې

(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند اعلان کړی چې هېواد یې له قطر سره داسې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې کاناډایي وګړو ته قونسلګري خدمتونه وړاندې شي

اناند په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغه هوکړه د کاناډا او قطر ترمنځ د ډیپلوماټیکو همکاریو د پراختیا په موخه شوې ده او د هغې له مخې به په افغانستان کې د کاناډا وګړي د اړتیا پر مهال قونسلګري خدمتونو ته لاسرسی ولري

نوموړې همداراز ویلي چې کاناډا او قطر د پانګونې یوه مهمه هوکړه هم لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې موخه د کاناډایي شرکتونو لپاره د قطر بازار ته د لاسرسي د فرصتونو زیاتول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول دي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د خلیج په سیمه کې د قطر د منځګړیتوب رول ستایلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی

د دغو هوکړو اعلان په داسې حال کې کېږي چې کاناډا په افغانستان کې د خپلو وګړو لپاره د قونسلګري خدمتونو د برابرولو په برخه کې له قطر سره همکاري پراخوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto