news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان پخوانی سفیر: له افغانستان سره ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې نه حل کېږي

د پاکستان پخوانی سفیر: له افغانستان سره ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې نه حل کېږي

د پاکستان پخوانی سفیر: له افغانستان سره ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې نه حل کېږي

(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد له اسلام‌اباده غوښتي چې له افغانستان سره په اړیکو کې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکې لارې خپله کړي
نوموړي ویلي، پاکستان باید له افغانستان سره سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د امنیتي ننګونو د ګډې حل‌لارې موندلو لپاره د یوه ستراتیژیک تړون د رامنځته کولو هڅه وکړي
منصور احمد همداراز وړاندیز کړی چې دواړه هېوادونه باید د استخباراتي معلوماتو د کره‌والي د ارزونې لپاره یو ګډ میکانېزم جوړ کړي، څو د احتمالي امنیتي پېښو او شکایتونو په اړه په ټاکلي وخت کې معلومات شریک او د یو بل اندېښنو ته رسېدنه وکړي
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجود اختلافات د پوځي لارو له لارې نه شي حل کېدای او د ستونزو د هواري لپاره باید دواړه لوري رغنده تعامل او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي
د پاکستان دغه پخواني ډیپلوماټ په خپلو څرګندونو کې د سوداګریزو اړیکو بیا فعالول، د امنیتي اندېښنو په اړه همغږي او د خبرو اترو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم بللي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto