اخبار جهان
ملګرو ملتونو: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴۷ زره ښځې او نجونې د خپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوې دي
ملګرو ملتونو: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴۷ زره ښځې او نجونې د خپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوې دي
(بریانیوز پنجشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۴۷ زره ښځې او نجونې د خپلو ژوند شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي. د دې شمېرې له مخې، په هر ساعت کې په منځني ډول پنځه ښځې او نجونې د خپلو نږدې کسانو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ګډ راپور کې ویل شوي چې تېر کال په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو د قصدي وژنې ۷۸ زره پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۶۰ سلنه یې د ژوند شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا ترسره شوې دي
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه جلا راپور کې څرګنده شوې چې په نړۍ کې نږدې درېیمه برخه ښځې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. خو د راپور له مخې، یوازې اووه سلنه دغه پېښې پولیسو ته راپور کېږي
راپور زیاتوي چې د ثبت شویو قضیو له هرې ۱۰۰ پېښې څخه د ۶۳ او ۹۷ ترمنځ قضیې د محکومیت په حکم نه پای ته رسېږي. دا شمېرې د تاوتریخوالي د قضیو د تعقیب او د عاملانو د حساب ورکولو په برخه کې د عدلي نظامونو ستونزې په ګوته کوي
د ملګرو ملتونو راپورونه د قربانیانو له لوري د پېښو د نه راپورولو، د عدلي نظامونو د کمزورتیا او په انلاین فضا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکوي
ملګرو ملتونو له دولتونو او اړوندو ادارو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، د قربانیانو د ملاتړ او د عاملانو د قانوني حساب ورکولو لپاره جدي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?