اخبار افغانستان
پولیوکمپاین: پاکستان او افغانستان د پولیو ضد وروستی کمپاین د ډسمبر په ۱۲مه په ګډه پیلوي
پولیوکمپاین: پاکستان او افغانستان د پولیو ضد وروستی کمپاین د ډسمبر په ۱۲مه په ګډه پیلوي
(بریانیوز پنجشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
پاکستان او افغانستان به د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد وروستی واکسیناسیون د ډسمبر په ۱۲مه په یوه وخت پیل کړي. ټاکل شوې دغه کمپاین د ډسمبر تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي او موخه یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ مخنیوی او د دې ناروغۍ له امله د معلولیتونو د رامنځته کېدو مخنیوی دی
د راپور له مخې، پاکستان په پام کې لري چې د دغه کمپاین په ترڅ کې تر ۴۵ میلیونو زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړي
د واکسیناسیون د ترسره کولو لپاره څه باندې ۴۰۰ زره کارکوونکي په ۱۶۷ ولسوالیو کې ګومارل شوي دي، څو د کمپاین په جریان کې ماشومانو ته واکسین ورسوي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، روان ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې ۵۰ او په پاکستان کې ۱۰ ماشومان د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوي دي
د پولیو ضد واکسیناسیون دا ګډ کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه لا هم د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي او له ماشومانو څخه د دې ویروس د ساتنې لپاره هڅې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2138
-
اخبار افغانستان
1153
-
مقاله
846
-
سیاست
421
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl