news اخبار فوری
clock

د استرالیا د ځانګړې استازې مفصل غبرګون — «د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو هم‌غږي د افغانستان راتلونکی په هیله بدلوي

د استرالیا د ځانګړې استازې مفصل غبرګون — «د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو هم‌غږي د افغانستان راتلونکی په هیله بدلوي

امندا مک‌ګرېګور، چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ده، د افغانستان د سیاسي او مدني جریانونو هغه ګډې هڅې وستایلې چې په تېرو ورځو کې د طالبانو پر ضد د یو واحد دریځ جوړولو په موخه ترسره شوي دي. د هغې په وینا، دا یو نوی او مهم پرمختګ دی چې ښيي د افغانستان د راتلونکي په اړه د بېلابېلو ډلو تر منځ د ګډ فکر اړتیا اوس تر هر وخت ډېره محسوسېږي

مک‌ګرېګور د چارشنبې په ورځ، د قوس ۱۹مه، په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې:

د افغانستان د سیاسي جریانونو وروستۍ غونډې او ګډ لیدلوری د هېواد د سیاسي راتلونکي لپاره د هیلې څرکونه خپروي. د دې ډلو یووالی او هم‌سویی د یو سالم، عادلانه او با ثبات افغانستان د جوړېدو لپاره مثبت ګام دی

هغې وویل چې دا ګډ دریځ د بین‌الافغاني خبرو اترو او اوږدو سیاسي بحثونو وروسته رامنځته شوی، هغه بحثونه چې موخه یې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت د ټاکلو لپاره د یوې پراخې ملي اجماع رامنځته کول دي. د هغې په وینا، دا همغږي یوازې یو سیاسي حرکت نه، بلکې یو پیغام دی چې نړیوالې ټولنې ته رسوي چې افغانان کولای شي د خبرو، تفاهم او ګډو ارزښتونو پر بنسټ یو با ثبات نظام جوړ کړي

مک‌ګرېګور ټینګار وکړ چې دا غونډې د هغو اساسي اصولو پر بنسټ ولاړې دي چې د یوه عصري او مسوول حکومت د جوړېدو لپاره اړین دي

د افغانستان بشپړ ملي حاکمیت؛

د ولسواک او ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل؛

او د ټولو افغانانو د بشري حقونو خوندي کول، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، چې اوس د جدي محدودیتونو سره مخ دي

هغې زیاته کړه چې استرالیا د هر هغه مشروع سیاسي حرکت ملاتړ کوي چې د افغانانو د برابر پېژندل کېدو، دایمي سولې، د خلکو د مشارکت او د قانونیت د ټینګېدو لامل شي

د هغې په وینا، د طالبانو ضد سیاسي جریانونو هم‌غږي یو فرصت دی چې د افغانستان د کړکېچ لپاره د اوږدمهاله حل لارې په لټه کې شي

مک‌ګرېګور په پای کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه د هغه هر سیاسي جوړښت ملاتړ کوي چې د افغانانو د ارادې، ازادیو، انساني کرامت، او د نړیوالو ارزښتونو سره همغږي ولري، او د دې لپاره د دوامدارې همکارۍ ژمنه هم لري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto