جبهه آزادی افغانستان د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې تازه خپره شوې اعلامیه کې طالبان یو داسې «نظاممند، پراخ او دوامداره ناقض» بللي چې د دغه ډلې له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته د افغانانو بنسټیزې ازادۍ په بېساري ډول له منځه تللې دي
دا اعلامیه د چهارشنبې په شپه، د قوس ۱۹مه، خپره شوې او په کې ویل شوي چې د طالبانو حاکمیت د افغانانو د سیاسي ګډون حق، د نظر او بیان ازادي، د معلوماتو د لاسرسي حق، د کار او زده کړو حق، او آن د خلکو قانوني مصونیت په یوه پرلهپسې، منظم او هرروزه ډول نقضوي
جبهه ټینګار کوي چې د طالبانو تګلارې یوازې بېلابېلې ازادۍ محدودوي نه، بلکې د افغانانو د اساسي بشري حقونو د له منځه وړلو په هدف په یوه سیستماتیکه بڼه عملي کېږي؛ هغه کړنې چې د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي
ښځې؛ تر ټولو زیانمنېدونکې قشر
په دې اعلامیه کې راغلي چې ښځې او نجونې د طالبانو تر ټولو سختو سرغړونو قرباني دي. جبهه وايي چې افغانستان اوس د نړۍ یوازنی هېواد دی چې په عملي توګه ښځې له ټولنیز ژوند، اقتصادي فعالیتونو، ښوونیزو بنسټونو او سیاسي برخې اخیستنې څخه بشپړې ایستل شوې دي
جبهه آزادی په دې باور ده چې د ښځو پر وړاندې دا پراخه محدودیتونه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ښکاره خلاف ورزي ده او د افغان ټولنې نیمه برخه یې له فعال حضور څخه محرومه کړې ده
د ملت راتلونکی عمداً تیارو ته ټیل وهي
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو پالیسۍ نه یوازې د اوسني نسل حقونه له منځه وړي، بلکې د افغانستان راتلونکی هم په خطر کې اچوي. د زده کړو، کار او ازادیو محدودول په هېواد کې د بشري پانګې د ویجاړېدو او د ټولنیز پرمختګ د ټپېدلو سبب شوی دی
غوښتنه: د نړیوالو جدي اقدام
جبهه آزادی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض «نور د ساده غندنې په سطحه پاتې نه شي»، بلکې د عملي او مؤثره اقدام اړتيا ده څو د افغانانو حقونه خوندي شي او د حساب ورکونې بهیر جدي شي
جبهه ټینګار کوي چې افغانان یوازې نه دي، خو اړتیا لري چې د نړۍ ضمیر او ملاتړ د دوی تر څنګ ودریږي ترڅو د ازادۍ، غوره راتلونکي او د قانونمند حکومت لپاره روانه مبارزه بېپایلې پاتې نه شي