د آلمان د نوي حکومت د مهاجرتي سیاستونو له بدلون سره، په پاکستان کې د شاوخوا ۱۸۰۰ افغان کډوالو د انتقال بهیر په ناڅاپي ډول درول شوی دی. دا پرېکړه هغه کسان له جدي بېسرنوشتي او خطر سره مخ کړي چې د طالبانو د واکمنۍ له ګواښونو وروسته یې د آلمان له لوري د پناه ژمنې ترلاسه کړې وې
د راپورونو له مخې، د آلمان حکومت هغه پخوانۍ ژمنې لغوه کړې دي چې د بشري حقونو فعالانو، ښځو د حقونو مدافعینو، خبریالانو او د آلماني بنسټونو پخوانیو همکارانو ته ورکړل شوې وې. دا کسان دا مهال په پاکستان کې د انتقال په تمه دي، خو اوس د نامعلوم راتلونکي او د افغانستان ته د احتمالي جبري ستنېدو له وېرې سره مخ دي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نږدې ۶۴۰ کسانو ته به رسمي خبر ورکړل شي چې نور د هغوی د منلو لپاره سیاسي اراده نشته. دا اعلان د هغو کسانو لپاره یو سخت ګوزار بلل کېږي چې د آلمان له دولت سره د همکارۍ له امله د طالبانو له لوري په نښه شوي او ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی
شنونکي وایي، دا پرېکړه د فریدریش مرز په مشرۍ د نوي ایتلافي حکومت د مهاجرتي تګلارې یوه برخه ده. دغه حکومت په خپل ایتلافي تړون کې د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو د درولو هدف ټاکلی او هڅه کوي د مهاجرت په اړه سخت دریځ خپل کړي
بشري حقونو بنسټونه او د رسنیو ملاتړي دا اقدام له اخلاقي او انساني پلوه د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې دا افغانان د آلمان د ژمنو پر بنسټ له خپل هېواده وتلي دي. د هغوی په باور، د دغو ژمنو لغوه کول نه یوازې د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د آلمان نړیوال اعتبار ته هم زیان رسوي
دا مهال، سلګونه افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني وضعیت، اقتصادي ستونزو او امنیتي ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند کوي. هغوی له آلمان او نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي؛ هغه هېواد چې لا هم د ډېرو لپاره خوندي نه دی
د برلین د دې پرېکړې انساني، سیاسي او حقوقي پایلې لا هم د بحث وړ دي، خو تر ټولو ستره پوښتنه دا ده: ایا هغه کسان چې د ارزښتونو او همکارۍ په بدل کې ژمنې ترلاسه کړې وې، باید اوس یوازې پرېښودل شي؟