په یوه مهمه دیپلوماتیکه ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغانستان د وضعیت، سیمه ییز امنیت او د سولې پر راتلونکي خبرې وکړې او په څرګندو ټکو یې وویل چې اسلاماباد به یوازې هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي، چې د پاکستان پر وړاندې موجود امنیتي ګواښونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا لیدنه د جمعې په ورځ د لېندۍ (قوس) میاشتې په ۲۱مه، د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې د «سولې او باور» نړیوال کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې ده. د دواړو لورو د خبرو اساسي تمرکز د سیمې امنیتي بدلونونه، د افغانستان روان وضعیت او پر پاکستان یې اغېزې وې
شهباز شریف په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې پاکستان د سولې، ثبات او سیمهییز اتصال پیاوړتیا ته ژمن دی، خو دا ژمنتیا هغه مهال عملي کېدای شي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې هر ډول امنیتي ګواښونه، په ځانګړي ډول د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، په جدي او دایمي توګه ودرول شي. نوموړي زیاته کړه چې د سولې هر بهیر باید د سیمې د ټولو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته درناوی ولري
د پاکستان لومړي وزیر همداراز وویل چې د افغانستان بېثباتي نه یوازې پر پاکستان، بلکې پر ټوله سیمه ناوړه اغېزې لري او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او د سیمې اغېزمن هېوادونه په ګډه د دوامدارې سولې لپاره عملي ګامونه واخلي
له بلې خوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان رول مهم وباله او د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې د سیاسي تفاهم، اقتصادي همکاریو او ډیپلوماټیکو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې انقره چمتو ده د سولې د هڅو ملاتړ وکړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې لپاره همکاري پراخه کړي
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان وضعیت، د سرحدي امنیت مسایل او د وسلهوالو ډلو فعالیتونه د پاکستان لپاره جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. د اسلاماباد تازه دریځ ښيي چې پاکستان غواړي د سولې ملاتړ له روښانو شرطونو سره وتړي او د امنیت له ټینګښت پرته هر ډول سیاسي جوړجاړی ناکافي بولي
شنونکي باور لري چې د پاکستان دا څرګندونې به د افغانستان په اړه د سیمهییزو بحثونو پر بهیر اغېز ولري او ښايي د سولې د راتلونکو هڅو بڼه بدله کړي، ځکه امنیتي تضمینونه اوس د اسلاماباد لپاره تر هر څه لومړیتوب ګرځېدلي دي