امریکایي او اوکرایني سرچینو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې پر وړاندیز شوې طرحه خبرې له نسبي پرمختګ سره مل وې، خو د موضوع د حساسیت او د شته اختلافنظرونو له امله دا بهیر لا هم پېچلی او له ننګونو ډک بلل کېږي
د راپورونو له مخې، دا خبرې اترې د واشنګټن لهخوا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې پر بنسټ ترسره شوې، چې موخه یې د اوکراین د جګړې پای ته رسول او د سیاسي حللارې موندل دي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دغه طرحه د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو، د اوربند د ټینګښت او د اوږدمهاله ثبات د رامنځته کولو لپاره یوه ممکنه لاره بلل کېږي
بلخوا، اوکرایني لوري ویلي چې که څه هم په ځینو مهمو ټکو کې ګډ تفاهم ته نږدې شوي، خو لا هم د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي تضمینونو په اړه ژورې اندېښنې موجودې دي. د کیف چارواکي ټینګار کوي چې هر ډول سولې ته رسېدنه باید د اوکراین د خلکو غوښتنې او ملي ګټې په بشپړه توګه په پام کې ونیسي
شنونکي باور لري چې دا خبرې اترې د نړیوالو هڅو یوه مهمه برخه ده، خو بریالیتوب یې له دې سره تړلی چې دواړه لوري تر کومه بریده د امتیاز ورکولو او انعطاف ښودلو ته چمتو دي. همداراز، د اروپا دریځ، د روسیې غبرګون او د نړیوالو قدرتونو سیاسي محاسبات کولی شي د دې بهیر پر راتلونکې ژوره اغېزه ولري
سره له دې چې لا هم وروستۍ پایلې ته د رسېدو لپاره اوږده لار پاتې ده، خو د دواړو لوریو لهخوا د خبرو دوام او د پرمختګ نښې د دې هیلې ژوندۍ ساتي چې ښايي د جګړې له سیوري وتلو ته یوه سیاسي کړکۍ پرانیستل شي