news اخبار فوری
clock

په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو خونړۍ ډزې؛ څو تنه ټپیان شوي

په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو خونړۍ ډزې؛ څو تنه ټپیان شوي

 د اسټرالیا د سیدني ښار په یوه یهودي مېشته سیمه کې د «حنوکا» د مذهبي جشن پر مهال خونړۍ پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې یو شمېر ګډونوال ټپیان شوي دي

د راپورونو له مخې، وسلوالو کسانو د یوه پل له پاسه د مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړې دي، چې له کبله یې د وېرې او ګډوډۍ فضا رامنځته شوه

د اسټرالیا پولیسو اعلان کړی چې د پېښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي او یو بل بریدګر د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. خو چارواکي وایي چې د ټپیانو او احتمالي تلفاتو وروستۍ شمېرې لا هم تر ارزونې لاندې دي او تر اوسه کره شوي نه دي

 ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په دې برید کې یو اسراییلی خاخام وژل شوی او د اسټرالیا–اسراییلي یهودي شورا مشر ټپي شوی دی. پولیسو ټینګار کړی چې د برید انګېزه، د بریدګرو شالید او د پېښې تر شا احتمالي تړاوونه لا هم د جدي څېړنو په پړاو کې دي

د اسټرالیا سیاسي او ټولنیزو مشرانو دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د مذهبي ازادۍ پر وړاندې دا ډول بریدونه د زغم، هم‌زیستۍ او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده. هغوی ټینګار کړی چې هېڅ ډول تاوتریخوالی د مذهب، عقیدې او یا سیاسي اختلاف په نوم د توجیه وړ نه دی

 دا پېښه په هغو هېوادونو کې چې د امنیت او ډیموکراسۍ سمبول بلل کېږي، د جدي اندېښنې زنګ ګڼل کېږي. خو کله چې مذهبي غونډې او ملکي راټولېدنې هدف ګرځي، دا پوښتنه لا پسې ژوره کېږي چې ولې په ځینو نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې، د واکمنو چارواکو له‌خوا د مذهبي مراسمو، ښوونځیو او عامه ځایونو د خوندي کولو لپاره تر اوسه بنسټیز امنیت هم نه شي تأمین کېدای؟

شنونکي باور لري چې د دې ډول پېښو زیاتوالی د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د مذهبي افراطیت، کرکې او امنیتي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او نړیواله ټولنه باید د دیني ټولنو د خوندیتوب لپاره ګډ، عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي، تر څو د بې‌ګناه انسانانو وینه بیا توی نه شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto