news اخبار فوری
clock

د افغانستان اقتصادي وده روانه ده، خو فقر او بې‌کاري لا هم پر ځای دي

د افغانستان اقتصادي وده روانه ده، خو فقر او بې‌کاري لا هم پر ځای دي

 د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد د دویم پرله‌پسې کال لپاره د ودې نښې لري، خو دا وده تر اوسه نه ده توانېدلې چې د خلکو د ژوند په کچه کې بدلون راولي. د راپور له مخې، تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید (GDP) تر ۴.۳ سلنې پورې لوړ شي، خو د نفوس د چټک زیاتوالي له امله د هر وګړي عاید نه یوازې ښه شوی نه دی، بلکې د کمېدو له ګواښ سره هم مخ دی

اقتصادي شنونکي وایي چې دا ډول وده، چې له کاري فرصتونو، عامه خدمتونو او ټولنیز هوساینې سره مل نه وي، د خلکو د ورځني ژوند درد نه شي درملولای. نن هم میلیونونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ژوند بنسټیزې اړتیاوې په سختۍ برابروي

 د راپور له مخې، نږدې ۲۵ سلنه افغان ځوانان بې‌کاره دي، چې دا وضعیت د ټولنې لپاره یو جدي خطر بلل کېږي. بې‌کاري نه یوازې اقتصادي ستونزه ده، بلکې د ناامېدۍ، کډوالۍ او ټولنیزو ستونزو سرچینه هم ګرځي. همدارنګه، پر ښځو د زده‌کړې او کار محدودیتونه د انساني پانګې د ودې پر وړاندې یو له سترو خنډونو څخه یاد شوي، ځکه چې د ټولنې نیمايي وګړي له فعاله اقتصادي ونډې بې‌برخې پاتې دي

 نړیوال بانک د افغانستان د بانکي نظام وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی. د نامعلومو مقرراتو، د باور د کچې ټیټوالي، د پور ورکولو کمښت او د خلکو د مالي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله بانکي سکتور تر سخت فشار لاندې دی. دا حالت نه یوازې پانګونه زیانمنوي، بلکې د خصوصي سکتور د ودې مخه هم نیسي

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي او بنسټیز، جوړښتي اصلاحات رامنځته نه شي، نو اوسنی اقتصادي پرمختګ به دوامدار نه وي او ښايي بېرته له سقوط سره مخ شي

پوښتنه دا ده چې ولې د طالبانو اداره د شفافیت د پیاوړتیا، د پانګونې د تشویق او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر ځای، داسې پالیسۍ غوره کوي چې اقتصادي باور کمزوری کوي؟ ولې د خلکو د هوساینې پر ځای، محدودیتونه زیاتېږي او د انساني پرمختګ لارې تړل کېږي؟

شنونکي ټینګار کوي چې ریښتینې وده هغه ده چې د خلکو پر مېز ډوډۍ زیاته کړي، ځوانانو ته کار پیدا کړي، ښځو ته د ونډې حق ورکړي او د راتلونکي لپاره هیله وزېږوي. که دا عناصر نه وي، نو شمېرې او سلنې یوازې پر کاغذ ښکلې ښکاري، خو د خلکو په ژوند کې هېڅ بدلون نه راولي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto