د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس/آذر په ۲۳مه (۱۴ دسمبر) په تهران کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او روسیې استازو ګډون درلود
د بیان له مخې، ګډونوالو هېوادونو د افغانستان وروستي سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونه وڅېړل او د سیمهییزو واقعیتونو په رڼا کې یې د ګډو اندېښنو او فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل. په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سیمهییز رول او ګډ اقدام بنسټیز اهمیت لري
د تهران د ناستې ګډونوالو په څرګنده توګه پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان د روانو ننګونو د حل اساسي لاره سیمهییزه همغږي او د سیمې د هېوادونو فعاله ونډه ده. هغوی هوکړه وکړه چې که د افغان لوري لهخوا اړتیا اعلان شي، نو چمتو دي د ثبات، امنیت او اقتصادي بیا رغونې د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي
په بیان کې همداراز راغلي چې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د ادغام پر اهمیت ټینګار کړی؛ داسې ادغام چې افغانستان د سیمې له سیاسي او اقتصادي بهیرونو سره ونښلوي او د انزوا پر ځای یې د همکاریو پر لور بوځي. د دوی په باور، د افغانستان اقتصادي اتصال، سوداګریزې اړیکې او ترانزیټي همکاري نه یوازې د سیمې په ګټه ده، بلکې د افغان ولس د معیشت د ښهوالي لپاره هم حیاتي ارزښت لري
د ناستې ګډونوالو د افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې قانوني سوداګري، پانګونه او سیمهییز اتصال کولی شي د بېکارۍ او فقر د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي
شنونکي باور لري چې د تهران ناسته د دې نښه ده چې د افغانستان قضیه نور یوازې د نړیوالو قدرتونو له زاویې نه، بلکې د سیمې د هېوادونو د ګډ مسوولیت په چوکاټ کې څېړل کېږي. د هغوی په اند، که دا همغږي په عملي ګامونو بدله شي، نو ښايي افغانستان د اوږدمهاله ثبات او اقتصادي بیا رغونې پر لور یو مهم ګام واخلي