د کونړ ولایت له ویجاړوونکو زلزلو درې میاشتې وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وتوانېد چې د «خاصکنر» د کمپ زیانمنو شویو کورنیو ته د څښاک سالمې اوبه برابرې کړي. دا پروژه د لمریز (سولري) سیستم له لارې او د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ عملي شوې ده؛ داسې مهال چې زرګونه بېکوره شوي کسان له میاشتو راهیسې د اوبو له جدي کمښت سره مخ وو
د سیمې اوسېدونکي وایي چې د زلزلې له لومړیو ورځو راهیسې د څښاک پاکو اوبو نشتون د دوی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی و. ښځې، ماشومان او زاړه کسان اړ وو چې له لرې سیمو ناپاکې اوبه راوړي، چې له امله یې روغتیايي ستونزې، په ځانګړي ډول د کولمو او انتاني ناروغیو پېښې زیاتې شوې
خو دا پوښتنه جدي بڼه اخلي چې ولې د بشري اړتیاوو له تر ټولو بنسټیزې برخې—یعنې پاکو اوبو—د برابرولو لپاره درې میاشتې وخت ونیول شو؟ ولې د طالبانو اداره ونه توانېده چې په لومړنیو ورځو کې د بېړني غبرګون یو اغېزمن میکانېزم فعال کړي؟
کارپوهان وایي چې که د څښاک اوبو، سرپناه او روغتیايي خدماتو په څېر حیاتي اړتیاوې یوازې د بهرنیو بنسټونو په مرسته برابرېږي، نو دا د کورني مدیریت د کمزورۍ څرګند نښه ده. د هغوی په باور، د بشري بحرانونو پر مهال د دولت اصلي دنده دا ده چې همغږي، چټک غبرګون او شفافه اداره ولري—هغه څه چې په دې پېښه کې په ښکاره ډول نه دي لیدل شوي
د شفافیت نشتوالی، د مرستو په رسولو کې ځنډ او پر نړیوالو ادارو بشپړ تکیه دا اندېښنه لا پیاوړې کوي چې د طالبانو اداره د ناڅاپي بشري بحرانونو د مدیریت کافي وړتیا نه لري. دا حالت نه یوازې د خلکو کړاوونه اوږدوي، بلکې د اعتماد فضا هم زیانمنوي
سره له دې چې د یونیسف دا وروستۍ هڅه د «خاصکنر» د خلکو لپاره د هیلې یوه رڼا بلل کېږي، خو حقیقت دا دی چې بشري اړتیاوې باید د مرستو د رسېدو تر وخته پورې د سیاست او بېنظمۍ قرباني نه شي. د خلکو غوښتنه روښانه ده: چټک غبرګون، روڼتیا او مسوولیتپذیري—هغه ارزښتونه چې د هرې ادارې د مشروعیت بنسټ جوړوي