د پاکستان د اطلاعاتو وزير: تر دې مهاله په افغانستان کې پر ۵۱ ځايونو بريدونه شوي
بریانیوز:(سه شنبه،۱۲حوت۱۴۰۴)
اسلاماباد – د عطاءالله طرار په نوم د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير ويلي، هېواد يې د «غضب للحق» په نوم پوځي بهير کې تر دې مهاله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې پر ۵۱ ځايونو هوايي بريدونه ترسره کړي دي
نوموړي د دوشنبې په ورځ (۱۱ حوت) په ټولنيزې رسنۍ کې د خپرې شوې ليکنې له لارې ادعا کړې، چې د دغو بريدونو په پايله کې ۴۳۵ تنه د طالبانو جنګيالي وژل شوي او له ۶۳۰ زيات نور ټپيان شوي دي. هغه زياته کړې چې دا عمليات د سرحدي امنيت د ټينګښت او د وسلهوالو بريدونو د مخنيوي په موخه ترسره شوي دي
د پاکستان د اطلاعاتو وزير همدارنګه ادعا کړې، چې د ياد پوځي بهير پر مهال ۱۸۸ د طالبانو پوستې له منځه وړل شوې، ۳۱ نورې پوستې نيول شوې او ۱۸۸ ټانکونه، زغرهوال موټرونه او درنې توپخانې ويجاړې شوې دي
تر اوسه د افغانستان واکمنو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا يې د پاکستان له لوري هر ډول پوځي بريدونه د هېواد د ملي حاکميت ښکاره سرغړونه بللې او ټينګار يې کړی چې د ستونزو حل بايد د خبرو اترو او سياسي تفاهم له لارې وشي، نه د زور او وسلې له لارې
شنونکي وايي، که دا شمېرې او ادعاوې کره ثابتې شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به کړکېچ نور هم ژور کړي او سيمهييز امنيت به له نوو ګواښونو سره مخ کړي. د دوی په اند، د سرحدي لانجو دوام نه يوازې د کابل او اسلاماباد اړيکې اغېزمنوي، بلکې د ټولې سيمې ثبات ته هم زيان رسولای شي
د يادونې وړ ده، چې د «غضب للحق» په نوم د پاکستان دا پوځي بهير په داسې حال کې اعلانېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستيو مياشتو کې د سرحدي نښتو، هوايي بريدونو او لفظي تورونو لړۍ چټکه شوې ده. څارونکي ټينګار کوي، چې د تاوتريخوالي دوام به د دواړو ولسونو لپاره د انساني او اقتصادي زيانونو لامل وګرځي او اړينه ده چې د کړکېچ د راکمولو لپاره سياسي او ډيپلوماټيکې لارې چارې ولټول شي