news اخبار فوری
clock

د عراق او افغانستان سیوری د ونزویلا پر وړاندې د امریکا پر نوې تګلارې

د عراق او افغانستان سیوری د ونزویلا پر وړاندې د امریکا پر نوې تګلارې

نړیوال – د نشنل مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې خبرداری ورکړی، چې د ونزویلا پر وړاندې د امریکا وروستۍ تګلاره، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په نوې دوره کې، له هغو خطرناکو لارو سره اندېښمنوونکې ورته‌والی لري چې پخوا یې امریکا د عراق او افغانستان پر اوږدو، لګښتناکو او ناکامو جګړو کې ښکېله کړه

د مقالې له مخې، د واشنګټن له لوري د ګواښ ډک ادبیات، د «ډله‌ییزې وژنې وسلو» د موضوع بیا راژوندي کول، او د یوه بهرني حکومت د تروریزم او د مخدره توکو له قاچاق سره تړل، هغه پېژندل شوی سیاسي روایت راپه یادوي چې د ۲۰۰۳ کال د عراق د یرغل لپاره ترې کار واخیستل شو

لیکوالان ټینګار کوي، چې دا ډول ادعاوې، که له کره او شفافو شواهدو پرته مطرح شي، کولای شي نړیوال افکار د یوې نوې پوځي مداخلې پر لور سوق کړي؛ داسې مداخله چې پایلې یې ممکن د عراق او افغانستان په څېر ناورین‌زېږونکې وي. د یادو جګړو پایلې نه یوازې د امریکا لپاره درنې انساني او مالي لګښتونه درلودل، بلکې د سیمو ثبات یې هم کلونه ګډوډ کړ

په مقاله کې راغلي، چې ونزویلا که څه هم له جدي اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ ده، خو د پوځي فشار او دښمنانه ژبې کارول به وضعیت لا پسې پېچلی کړي او د دیپلوماسۍ دروازې به وتړي. شنونکي باور لري، چې د بندیزونو، ګواښونو او د «دښمن جوړونې» سیاست پر ځای، د خبرو اترو او نړیوالو سیاسي حل‌لارو کارول کولای شي اغېزمن او دوامدارې پایلې ولري

نشنل مجله پایله اخلي، چې که امریکا له تېرو تجربو – په ځانګړي ډول له عراق او افغانستان – زده‌کړه و نه کړي، نو د ونزویلا پر وړاندې د سخت دریځ دوام به نه یوازې د لاتیني امریکا لپاره، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم نوې ستونزې وزېږوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto