news اخبار فوری
clock

مسکو روسیه: لوېدیځ د افریقا وسلوالې ډلې زموږ پر ضد کاروي؛ د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ

مسکو روسیه: لوېدیځ د افریقا وسلوالې ډلې زموږ پر ضد کاروي؛ د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګئي ورشینین ادعا کړې، چې یو شمېر لوېدیځ هېوادونه او اوکراین د افریقا د ساحل په سیمه کې له وسلوالو او ترهګریزو ډلو څخه د روسیې او چین د ګټو پر ضد استفاده کوي؛ هغه اقدام چې د نوموړي په وینا، نه یوازې سیمه‌ییز، بلکې نړیوال امنیت ته هم مستقیم ګواښ پېښوي


ورشینین ویلي، چې دا وسلوالې ډلې د ولس د وېرولو، ناامنۍ خپرولو او د تخریبي عملیاتو د ترسره کولو لپاره مالي او لوژستیک ملاتړ ترلاسه کوي. د هغه په خبره، لوېدیځ د اقتصادي فشارونو او مالي وسایلو له لارې بې‌وزله افریقایي هېوادونه د خطرناکو سیاسي او پوځي رقابتونو پر ډګر بدل کړي دي

د روسي چارواکو په وینا، د افریقا د ساحل په هېوادونو کې د ترهګرو ډلو پیاوړتیا نه یوازې د سیمې ثبات له منځه وړي، بلکې د ناقانونه وسلو، انساني قاچاق او افراطي افکارو د پراخېدو لامل هم ګرځي. مسکو ټینګار کوي، چې دا ډول سیاستونه د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې مبارزې له اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي

سیاسي شنونکي وایي، د روسیې دا څرګندونې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د نفوذ د جګړې یوه بله څېره ده؛ جګړه چې ډګر یې اکثره بې‌وزله او جګړه‌ځپلې سیمې ګرځي، او قربانیان یې عادي خلک وي. د هغوی په باور، د افریقا تجربه ښيي چې کله وسلوالې ډلې د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي، نو پایلې یې له کنټروله وځي

په همدې تړاو، یو مهم او حساس سوال راپورته کېږي: ایا افغانستان، چې خپله د لسیزو جګړو او وسلوالو ډلو تجربه لري، باید له دې وضعیت څخه عبرت وانخلي؟ څېړونکي وایي، د افریقا وضعیت د نورو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی او افغانستان ته پکار ده چې د خپلې خاورې د نه‌استعمال په اړه شفاف دریځ، عملي اقدامات او نړیوال باور رامنځته کړي

کارپوهان ټینګار کوي، که د وسلوالو ډلو پر وړاندې مخنیوی، څارنه او شفافیت جدي ونه نیول شي، نو افغانستان هم ښايي د نړیوالو رقابتونو د نوې لوبې په ډګر بدل شي. د افریقا تجربه دا پیغام لري، چې ناامنۍ ته بې‌پامي یوازې ستونزې ژوروي، نه حل کوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto