news اخبار فوری
clock

کابل – تهران د طالبانو د ادارې او ايران ترمنځ د درملو تفاهم‌نامه؛ ايا د وارداتي کړکېچ بديل کېدای شي؟

کابل – تهران د طالبانو د ادارې او ايران ترمنځ د درملو تفاهم‌نامه؛ ايا د وارداتي کړکېچ بديل کېدای شي؟

کابل – تهران – د طالبانو د ادارې د عامې روغتيا وزارت يوه پلاوي ايران ته د سفر پر مهال د درملو د توليد، تامين او د مسلکي کادر د روزنې په برخه کې له ايراني لوري سره د همکارۍ تفاهم‌نامه لاسليک کړې ده. د ايراني چارواکو په وينا، د دې هوکړې موخه افغانستان ته د طبي تجهيزاتو برابرول، د لابراتوارونو پياوړتيا او د درملو د کيفيت د کنټرول يو منظم سيستم رامنځته کول دي

د راپورونو له مخې، دا تفاهم‌ نامه په داسې حساس وخت کې لاسليکېږي، چې افغانستان د درملو د وارداتو له جدي ستونزو سره مخ دی. د پاکستان له لارې د درملو واردات د وروستيو سرحدي کړکېچونو له امله ټکني شوي او دا چاره د هېواد په روغتيايي سکتور کې اندېښنې زياتې کړې دي

روغتيايي کارپوهان وايي، که څه هم له ايران سره همکاري کولی شي د درملو د کمښت يوه برخه جبران کړي، خو دا يوازې هغه مهال اغېزمنه تمامېدای شي، چې د تطبيق څرنګوالی يې روښانه، دوامدار او له سياسي اغېزو لرې وي. د دوی په باور، د درملو توليد او تامين يو تخنيکي او حياتي بهير دی، چې جدي څارنې او معياري ميکانيزمونو ته اړتيا لري

له بلې خوا، د عامې روغتيا د څار بنسټونه ټينګار کوي، چې د دې تفاهم‌نامې جزئيات، د تمويل سرچينې او د کيفيت د کنټرول ميکانيزمونه بايد په بشپړه توګه له ولس او مسلکي ادارو سره شريک شي، څو د درملو د ناقص کيفيت، انحصار او احتمالي فساد مخه ونيول شي

په داسې حال کې چې ميليونونه افغانان له بې‌وزلۍ، ناروغيو او د درملو له لوړو بيو سره لاس او ګرېوان دي، دا پوښتنه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: ايا له ايران سره دا نوې همکاري به د خلکو عاجلې روغتيايي اړتياوې پوره کړي، که يوازې به د يوې موقتي حل‌لارې په توګه پاتې شي؟ د دې پوښتنې ځواب به د تفاهم‌نامې د عملي کېدو په بهير کې روښانه شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto