روسیې اعلان کړی چې د جنوب د هېوادونو سره د ترانزیتي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه، د افغانستان له خاورې د رېلپټلۍ د تېرېدو امکان په جدي ډول تر ارزونې لاندې نیولی دی. دا طرحه د مسکو د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې غواړي بدیل ترانزیتي لارې رامنځته کړي او د نړیوالو سوداګریزو اړیکو نوې دروازې پرانیزي
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، مسکو د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو پر طرحه کار کوي او دا موضوع د روسیې د حکومت په کچه د پام وړ اهمیت لري. د هغه په وینا، روسي تخنیکي او ترانسپورټي کارپوهان دا مهال د دې پروژې د لومړنیو ارزونو، تخنیکي اسنادو د چمتو کولو او د امکانسنجي په پړاو کې فعال ګډون لري
اوورچوک زیاته کړې چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت دا هېواد د شمال او جنوب ترمنځ په یوه مهمه ترانزیتي څلورلارې بدلوي، او که دا پروژه عملي شي، نو کولای شي روسیه د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او حتی د هند سمندرګي له بازارونو سره ونښلوي. د هغه په وینا، دا ډول ترانزیتي دهلېزونه به د روسیې صادراتو او وارداتو ته نوي فرصتونه برابر کړي
دغه نوښت په داسې حال کې مطرح کېږي چې روسیه هڅه کوي د لوېدیځو بندیزونو تر سیوري لاندې، خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي او د «جنوب د نړۍ» له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي. شنونکي وایي، د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ پروژه کولای شي د سیمې په کچه د ترانزیت بڼه بدله کړي او د څو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد لګښتونه راکم کړي
خو سره له دې، د پروژې په اړه لا هم ګڼې پوښتنې بېځوابه پاتې دي. تر اوسه د رېلپټلۍ د دقیق مسیر، د پانګونې د حجم، د مالي سرچینو او د عملي کېدو د مهالوېش په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. همدارنګه، د افغانستان امنیتي وضعیت، حقوقي چوکاټ او د زیربنایي پروژو د تطبیق وړتیا هغه موضوعات دي چې د دې طرحې پر راتلونکي به اغېز ولري
اقتصادي او ترانزیتي شنونکي باور لري، که دا پروژه د سیمهییزو هېوادونو په همکارۍ، شفاف مدیریت او نړیوالو معیارونو سره سم پرمخ ولاړه شي، نو افغانستان ته به د ترانزیتي عوایدو، کاري فرصتونو او اقتصادي رول د پیاوړتیا مهم چانس برابر کړي. خو هغوی ټینګار کوي چې د داسې سترې پروژې عملي کېدل د اوږدمهاله ثبات، باور جوړونې او پراخې سیمهییزې همغږۍ ته اړتیا لري
په ټوله کې، د روسیې لهخوا د افغانستان د لارې د رېلپټلۍ د تېرېدو ارزونه د سیمې د ترانزیتي راتلونکې لپاره یو مهم تحول بلل کېږي، خو د دې نوښت د برخلیک په اړه به راتلونکې پرېکړې او عملي ګامونه وروستۍ انځور روښانه کړي