د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د اوبو د سخت کمښت له امله د کجکي د برېښنا بند تولید له جدي ستونزې سره مخ شوی او له همدې امله د دې بند برېښنا له نن شنبې، د جدي ۶مې، په بشپړه توګه کندهار او هلمند ولایتونو ته پرې شوې ده. تر دې دمه د برېښنا د بیا وصلېدو لپاره کوم کره او رسمي مهالوېش نه دی اعلان شوی، چې دې وضعیت د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړې دي
د موجودو معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د کندهار ښار یوازې له محدودې لمریزې (سولري) برېښنا څخه ګټه اخلي، هغه هم یوازې د ورځې د څو ساعتونو لپاره. دا محدوده برېښنا هم تر ډېره د کندهار صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې شوې ده، خو د ښار ډېری اوسېدونکي، روغتونونه، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز فعالیتونه له بشپړې تیارې سره مخ دي
د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د کجکي بند د اوبو د سطحې ښکته کېدل، د برېښنا دوامداره تولید ناشونی کړی دی. د شرکت په وینا، د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې برېښنا په نوبتي او لوړو لګښتونو ووېشل شي، خو اوس وضعیت تر هغې هم خراب شوی او برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده
کجکي بند د افغانستان په جنوب کې د برېښنا له مهمو او حیاتي سرچینو څخه ګڼل کېږي او کلونه کېږي چې کندهار او هلمند ولایتونه تر ډېره پر همدې بند تکیه لري. د دې بند د برېښنا پرې کېدل په داسې حال کې رامنځته شوي چې هېواد له پرلهپسې وچکالیو، د اقلیمي بدلون له اغېزو او د اوبو او انرژۍ د سرچینو د ناسم مدیریت له ستونزو سره مخ دی
شنونکي وایي، د طالبانو د ادارې لهخوا د اوبو او انرژۍ د سرچینو د مدیریت لپاره د روښانه او شفافې تګلارې نشتون، دا ستونزې لا ژورې کړې دي. د برېښنا نشتون نه یوازې د خلکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېز لري، بلکې د تولیدي سکتورونو، فابریکو، کرنیزو چارو او کوچنیو کاروبارونو لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي
د کندهار او هلمند اوسېدونکي وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، د خلکو پر معیشت به لا ډېر فشار راشي، بېکاري به زیاته شي او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې به لا کمزورې شي. هغوی له مسوولو ادارو غواړي چې د کجکي بند د ستونزې د حل، د بدیلو انرژۍ سرچینو د پراختیا او د برېښنا د دوامدار تأمین لپاره عاجل او عملي ګامونه واخلي