کابل – د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه تازه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی: د افغانستان د ناامن بللو راپورونه له واقیعت سره سمون نه لري
کابل – د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه تازه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې د نړۍ د ناامنو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی. د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د «اقتصاد او سولې نړیوال انسټیټیوټ» وروستی راپور غیرواقعي، بېاساس او له میداني حقایقو لېرې بللی دی
قانع ویلي، دا ډول راپورونه زیاتره د زړو معلوماتو، نامعتبره سرچینو او داسې تحلیلونو پر بنسټ چمتو کېږي چې د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیت سره هېڅ اړخ نه لګوي. د هغه په وینا، په هېواد کې عمومي امنیت ټینګ شوی، جګړې پای ته رسېدلي او خلک د پخوا په پرتله په امن چاپېریال کې ژوند کوي، خو بیا هم ځینې نړیوال بنسټونه د واقیعت خلاف انځور وړاندې کوي
د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دا راپورونه سیاسي انګېزې لري او موخه یې د افغانستان د امنیتي پرمختګونو تر پوښتنې لاندې راوستل دي. هغه زیاته کړې
که د افغانستان اوسنی وضعیت د تېرو شلو کلونو له حالاتو سره پرتله شي، نو څرګنده ده چې امنیت په بېساري ډول ښه شوی او دا حقیقت هېڅوک نه شي پټولای
عبدالمتین قانع همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره منظم پلانونه عملي کړي، د ناقانونه وسلهوالو پر وړاندې جدي اقدامات شوي او د خلکو د ځان، مال او عزت ساتنه د حکومت لومړیتوب دی. د هغه په وینا، د لویو لارو امنیت ټینګ دی، د غلاوو او جنايي پېښو کچه راکمه شوې او خلک کولای شي له یوې سیمې بلې ته په ډاډه زړه سفر وکړي
بل لور ته، د اقتصاد او سولې نړیوال انسټیټیوټ په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې که څه هم په افغانستان کې له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته جګړې او نښتې کمې شوې دي، خو بیا هم دغه هېواد د نړۍ له شپږو ناامنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. دغه بنسټ د امنیت د ارزونې لپاره سیاسي ثبات، کورني شخړې او احتمالي ګواښونه د خپلو معیارونو برخه بللې دي
د طالبانو چارواکي بیا ټینګار کوي چې دا ډول ارزونې له واقعي حالاتو سره سمون نه لري او نړیوالې ادارې باید د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څېړنې پر عیني معلوماتو او میداني مشاهداتو ولاړې کړي، نه پر اټکلونو او زړو راپورونو
سیاسي شنونکي وایي، د افغانستان د امنیت په اړه د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ دا اختلاف ښيي چې د هېواد د وضعیت په اړه نړیوال روایت او د حاکم حکومت دریځ لا هم له یو بل سره واټن لري. دوی باور لري چې د دې واټن د کمولو لپاره شفاف معلومات، ازادې څېړنې او عملي تعامل ته اړتیا ده
په داسې حال کې چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو بحثونو او راپورونو یوه مهمه موضوع پاتې ده او ښایي په راتلونکې کې هم د سیاسي او دیپلوماتیکو اختلافونو محور وي