نیویارک ملګري ملتونه په تازه راپور کې ویلي: په سوډان کې د جګړې له امله په درېیو ورځو کې تر لس زره ډېر کسان بېځایه شوي
خرطوم / نیویارک – ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلي، چې په سوډان کې د روانې خونړۍ جګړې د دوام او پراخېدو له امله په یوازې درېیو ورځو کې تر لس زره ډېر ملکي وګړي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دا بېځایه کېدنه په ځانګړي ډول د شمالي دارفور او جنوبي کردفان په ایالتونو کې ثبت شوې، هغه سیمې چې له وړاندې هم د ناامنۍ او بشري کړکېچ سره مخ وې
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د چټک غبرګون ځواکونو لهخوا د ښارونو او ستراتیژیکو سیمو نیول، پراخې نښتې، لوټمارۍ او د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه اصلي عوامل دي چې زرګونه کورنۍ یې د تېښتې ته اړې کړې دي. ډېری بېځایه شوي کسان د شپې او بېړنیو حالاتو کې خپل کورونه پرېښي، پرته له دې چې د خوړو، پیسو او یا هم د ژوند د نورو اساسي اړتیاوو برابرولو ته وخت ولري
د راپور له مخې، ښځې او ماشومان د دې بشري ناورین تر ټولو ستر قربانیان دي. ګڼ شمېر ماشومان له زدهکړو پاتې شوي او د روغتیايي خدمتونو نشتون د ماشومانو او میندو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. مرستندویه ادارې وایي، ډېری کورنۍ په لنډمهالو کمپونو، جوماتونو او یا هم پرانیستو میدانونو کې ژوند کوي، چې هلته نه کافي سرپناه شته او نه هم پاکې اوبه
په جنوبي کردفان کې د کادوقلي ښار وضعیت د ملګرو ملتونو له نظره «ډېر خطرناک» بلل شوی دی. د ښار اوسېدونکي د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ دي او د قحطۍ خطر ورځ تر بلې زیاتېږي. د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، د اکمالاتو لارې بندې دي او ډېری کورنۍ یوازې پر یوې محدودې وعدې بسنه کوي. د روغتیايي سرچینو په وینا، د خوارځواکۍ پېښې، په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ، په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ملکي وګړو فشار بېساري کچې ته رسېدلی دی. روغتونونه له فعالیت لوېدلي، درمل کم دي، د برېښنا او اوبو سیستمونه زیانمن شوي او بشري کارکوونکي د امنیتي ګواښونو له امله ډېرو سیمو ته لاسرسی نه لري. دا وضعیت د دې لامل شوی چې زرګونه ناروغان له درملنې بېبرخې پاتې شي
نړیوالو بشردوستانه بنسټونو له جګړهمارو اړخونو غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د مرستو د رسولو لپاره خوندي لارې پرانیزي. ملګري ملتونه همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې سوډان ته بېړنۍ مالي او بشري مرستې زیاتې کړي، ځکه چې موجودې سرچینې د اړتیاوو په پرتله خورا کمې دي
شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه همداسې روانه پاتې شي او سیاسي حل ته لاره هواره نه شي، نو سوډان به له یوه ژور او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې نه یوازې پر دغه هېواد، بلکې پر ټولې سیمې پرېوځي