سازمان ملل متحد وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري وضعیت بڼه په بنسټیز ډول بدله شوې ده. د بشردوستانه مرستو د همغږۍ لپاره دملګرو ملتونو دفتر (اوچا) په هغه راپور کې چې نن سهشنبه (۹ جدی) خپور شوی، ویلي دي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړي دي، چې پر بشردوستانه فعالیتونو یې مستقیم او یا غیرمستقیم اغېز کړی دی
پر ښځو او نجونو مستقیم محدودیتونه
د راپور له مخې، له دغو فرمانونو څخه ۷۹ حکمونه په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي. اوچا ټینګار کړی چې دغو پرېکړو د ښځو او نجونو د ازاد تګ راتګ، زدهکړې، کار، اقتصادي فعالیتونو او ټولنیز ژوند ساحه تر بل هر وخت ډېره تنګه کړې ده
سازمان ملل وایي چې دا محدودیتونه یوازې سمبولیک نه دي، بلکې د ښځو پر ورځني ژوند یې ژور او پراخ اغېز کړی دی. د راپور له مخې، ښځې له زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون څخه په سیستماتیک ډول شړل شوې دي
د زدهکړو او کار پراخ بندیزونه
اوچا په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیزونه دا موارد رانغاړي:
د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو بندېدل
له ښځو څخه د لوړو زدهکړو (پوهنتونونو) منع
د صحي او مسلکي زدهکړو محدودول
پر ښځو د اسلامي حجاب د جبري مراعات ټینګار
په ملي او نړیوالو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار ممنوعیت
د سازمان ملل په باور، دا بندیزونه نه یوازې د ښځو فردي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي جوړښت یې هم ژور منفي اغېز کړی دی.
ژور ټولنیز او اقتصادي بدلون
راپور زیاتوي چې د طالبانو دغه تګلارې د افغانستان ټولنیز او اقتصادي راتلونکی په بنسټیز ډول بدل کړی دی. د ښځو له کار او زدهکړو څخه محرومول د دې لامل شوي چې زرګونه کورنۍ د عاید له یوازینۍ سرچینې بېبرخې شي او د فقر کچه لا لوړه شي
سازمان ملل وایي چې د ښځو محدود حضور د بشري مرستو پر رسولو هم منفي اغېز کړی، ځکه په ډېرو سیمو کې ښځینه کارکوونکي د ښځو او ماشومانو د مرستو لپاره حیاتي رول لري. د هغوی نشتوالی د دې سبب شوی چې زرګونه اړمن کسان له بنسټیزو خدماتو بېبرخې پاتې شي
د نړیوالې ټولنې اندېښنه
اوچا ټینګار کړی چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، نو افغانستان به له لا ژور بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي. دا اداره له طالبانو غواړي چې خپلې پرېکړې له سره وڅېړي، د ښځو او نجونو اساسي حقونه بېرته تضمین کړي او د بشردوستانه فعالیتونو پر وړاندې خنډونه لېرې کړي
سازمان ملل په پای کې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې دا دوامدار بندیزونه نه یوازې د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي، بلکې د ټولنې نیمایي وګړي له انساني حقونو او بنسټیزو فرصتونو څخه محروموي، هغه څه چې د هېواد د ثبات او راتلونکي لپاره جدي ګواښ بلل کېږي