برلین – د جرمني د محافظ هکار ګوند مخکښ سیاستوال فریدریش مرتس د نوي کال په پیغام کې د نړیوالو کړکېچونو او ناڅرګندو شرایطو سره سره د زغم، هیلو او ملي یووالي غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې ۲۰۲۶ کال کولی شي د جرمني لپاره د بدلون، پیاوړتیا او نوې لارې پیل وي، که چېرې دا هېواد پر وخت سمې پرېکړې وکړي
مرتس په خپلو څرګندونو کې وویل چې جرمني باید د خپل امنیت مسوولیت خپله پر غاړه واخلي او نور یوازې پر بهرنیو متحدینو تکیه ونه کړي. د هغه په وینا، د هېواد د ازادۍ، امنیت او سوکالۍ د خوندي کولو لپاره بنسټیز اصلاحات او د پوځي او دفاعي توان پیاوړتیا یو حتمي ضرورت دی
نوموړي د روسیې لهخوا پر اوکراین روانه جګړه یوازې د یوه هېواد پر ضد نه، بلکې د ټولې اروپا پر امنیت مستقیم ګواښ وباله. هغه خبرداری ورکړ چې که اروپا اوس جدي ګام وانخلي، نو راتلونکې به لا نوره هم له خطرونو ډکه شي
فریدریش مرتس همدارنګه د نړیوال سیاست د بدلېدونکي توازن یادونه وکړه او ویې ویل چې د امریکا رول په نړیواله امنیتي معادله کې د بدلون په حال کې دی. له همدې امله، د هغه په باور، اروپا باید پر خپل دفاعي ځواک زیات تمرکز وکړي او د ګډ امنیت لپاره خپلواک او پیاوړې پرېکړې وکړي.
هغه زیاته کړه چې جرمني کولای شي د ټکنالوژۍ، اقتصاد او دفاع په برخه کې د اروپا مخکښ رول ولوبوي، خو دا کار یوازې هغه وخت ممکن دی چې جرئت، اوږدمهاله لید او ملي هوډ موجود وي
مرتس خپله وینا د هیلو له پیغام سره پای ته ورسوله او ویې ویل:
«که موږ یو موټی شو، اصلاحاتو ته غاړه کېږدو او د خپل راتلونکي مسوولیت ومنو، نو ۲۰۲۶ به د جرمني لپاره د نوې هیلهمنې دورې پيل وي.»
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې جرمني او ټوله اروپا د امنیت، اقتصاد او نړیوال سیاست له حساسو پړاوونو تېرېږي، خو د راتلونکي لپاره د نوې لارې لټه لا هم ژوندۍ ده