news اخبار فوری
clock

قندهار – د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر: د طالبانو پر وړاندې ګواښمن سیاسي جریانونه له منځه تللي دي

قندهار – د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر: د طالبانو پر وړاندې ګواښمن سیاسي جریانونه له منځه تللي دي

 قندهار – د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، وایي چې هغه سیاسي او امنیتي جریانونه چې د طالبانو واکمنۍ ته یې ګواښ پېښاوه، اوس نور شتون نه لري

ملا برادر د یکشنبې په ورځ (۱۴ جدی) دا څرګندونې د قندهار په یوه دیني مدرسه کې د زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی او طالبان توانېدلي چې د مخالفو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي.

هغه وویل: «اوس افغانستان د ثبات په لور روان دی او هغه جریانونه چې د نظام پر وړاندې یې ګواښ رامنځته کاوه، له منځه وړل شوي دي

د نرم چلند سپارښتنه

د طالبانو د اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې د دې ډلې غړو ته سپارښتنه وکړه چې له ولس سره په تعامل کې د اسلامي اخلاقو، زغم او حکمت لاره خپله کړي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید د زور او تندو خبرو پر ځای، په نرمې ژبې او قناعت قانع کړل شي

ملا برادر وویل، چې د ولس رضایت د هر نظام د بقا بنسټ جوړوي او سخت چلند کولی شي د خلکو او واکمنو ترمنځ واټن زیات کړي

اقتصادي فرصت که نوی ګواښ؟

نوموړي اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره یو مهم سیاسي او اقتصادي فرصت وباله، خو خبرداری یې ورکړ چې دا فرصت باید په ناسم مدیریت او داخلي اختلافاتو سره په ګواښ بدل نه شي

د هغه په وینا، که په هېواد کې ثبات وساتل شي، افغانستان کولی شي له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودریږي او له انزوا ووځي

د نړیوال تعامل غوښتنه

ملا برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل سیاست غوره کړي. هغه وویل، نړیواله همکاري کولی شي د افغانستان اقتصادي ستونزې راکمې کړي او د سیمې ثبات ته ګټه ورسوي

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو، بشري بحران او نړیوالو بندیزونو سره مخ دی

نړیوال څارونکي وایي چې د طالبانو د مشرانو وروستۍ څرګندونې د دې ډلې د هڅو یوه برخه ده څو ځان د ثبات راوستونکي ځواک په توګه وښيي او د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي، خو لا هم د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او د ښځو د حقونو په برخه کې جدي پوښتنې پر ځای پاتې دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto
  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto