news اخبار فوری
clock

کابل – د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د بندرونو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې شوې دي

کابل – د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د بندرونو د بیا پرانیستلو په اړه  خبرې شوې دي

 بریانیوز:(دوشنبه۱۵جدی۱۴۰۴)  کابل – د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو غړو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو بندرونو د بیا   پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي، په داسې حال کې چې د سرحدي لارو تړل کېدل د دواړو لورو پر سوداګرو او اقتصاد منفي اغېز کړی دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د دې خونې غړو د یکشنبې په ورځ (۱۵ جدی) په یوه انلاین غونډه کې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له استازو سره د بندرونو د پرانیستلو، سوداګریزو اسانتیاوو او د ټرانزیټ د ستونزو پر حل بحث کړی دی

د مخامخ ناستې پرېکړه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لورو هوکړه کړې ده څو په راتلونکې اوونۍ کې د شپږ کسیزو پلاوو ترمنځ مخامخ ناسته ترسره شي. د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې ده دا ناسته د ننګرهار ولایت په جلال‌آباد ښار کې جوړه شي

د اعلامیې پر بنسټ، په دې ناسته کې به د تورخم او نورو مهمو سوداګریزو بندرونو د پرانیستلو، د سوداګرو د ستونزو د کمولو او د مالونو د لېږد د چټکتیا پر لارو چارو هر اړخیز بحث وشي

د سوداګرو اندېښنې

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو پرله‌پسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. سوداګر وایي، چې د سرحدي لارو تړل کېدل نه یوازې د تازه مېوو، سبو او نورو ژر خرابېدونکو توکو د ضایع کېدو لامل شوي، بلکې د دواړو هېوادونو پر بازارونو یې هم منفي اغېز کړی دی

اقتصادي شنونکي باور لري، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د سیمې د اقتصاد لپاره مهمې دي او د بندرونو دوامداره پرانیستنه کولی شي د سوداګرۍ حجم لوړ کړي او د اعتماد فضا پیاوړې کړي

د سیمه‌ ییز اقتصاد اغېز

دا خبرې اترې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د بهرني سوداګرۍ پراختیا د دې هېواد لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. بل لور ته، پاکستان هم له اقتصادي فشارونو سره مخ دی او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ پراخېدو ته لېوالتیا لري

شنونکي وایي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه کم شي، نو دا به نه یوازې د افغانستان او پاکستان اقتصاد ته ګټه ورسوي، بلکې د سیمې پر ثبات او اقتصادي همکارۍ به هم مثبت اغېز ولري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto
  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto