کابل / اسلاماباد – د پاکستان الفلاح بانک له افغانستانه وځي؛ د فعالیتونو د سپارلو وړاندیز غضنفر بانک ته شوی
بریانیوز:(چهارشنبه۱۷جدی۱۴۰۴) کابل / اسلاماباد – د پاکستان له سترو سوداګریزو بانکونو څخه، الفلاح بانک، د سېشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه بندوي او له دغه هېواده وځي. د پاکستانۍ ورځپاڼې بزنس ریکاردر د راپور له مخې، دغه بانک دا پرېکړه د پاکستان د ونډو بازار (سټاک ایکسچینج/بورس) ته د یوې رسمي خبرتیا له لارې ابلاغ کړې ده
د راپور له مخې، الفلاح بانک په افغانستان کې د خپلو شتمنیو، څانګو او بانکي فعالیتونو د سپارلو وړاندیز د افغانستان یوه خصوصي بانکي اداره، «غضنفر بانک» ته کړی دی. ویل کېږي چې د دې بهیر د اسانه کولو لپاره د پاکستان دولتي بانک او د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) اړین نظارتي جوازونه صادر کړي، څو غضنفر بانک وکولای شي د قانوني او تخنیکي ارزونو بهیر پیل کړي
سرچینې زیاتوي چې دا ارزونې به د شتمنیو، پورونو، زیرمو، بشري منابعو او نورو بانکي مسوولیتونو هر اړخیزه څېړنه رانغاړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د فعالیتونو لېږد د بانکي اصولو، ملي قوانینو او نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کېږي. تر اوسه د لېږد د بشپړېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې دا بهیر به له څو میاشتو تخنیکي او اداري ارزونو وروسته وروستۍ پایلې ته ورسېږي
الفلاح بانک له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود او د سوداګرو، شرکتونو او یو شمېر عامو مراجعینو لپاره یې بانکي خدمتونه وړاندې کول. د دې بانک وتل په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان بانکي سکتور د نړیوالو بندیزونو، د پیسو د لېږد محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی
اقتصادي شنونکي وایي، د الفلاح بانک پرېکړه ښيي چې بهرني بانکونه لا هم د افغانستان په مالي چاپېریال کې د فعالیت لپاره لازم اطمینان نه لري. د هغوی په باور، که څه هم ځینې کورني بانکونه هڅه کوي تشه ډکه کړي، خو د بهرنیو بانکونو وتل د پانګونې، سوداګرۍ او نړیوالو مالي اړیکو پر بهیر منفي اغېز کولی شي
له بلې خوا، ځینې کارپوهان د غضنفر بانک لهخوا د فعالیتونو د احتمالي ترلاسه کولو موضوع د کورني بانکي سکتور لپاره یو فرصت بولي. د دوی په وینا، که دا لېږد په بریالیتوب ترسره شي، نو غضنفر بانک کولای شي خپل نفوذ پراخ کړي او د الفلاح بانک پخوانیو مراجعینو ته دوامدار خدمات وړاندې کړي
تر اوسه د طالبانو حکومت یا د افغانستان بانک د الفلاح بانک د وتلو په اړه تفصیلي رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو تمه ده چې د فعالیتونو د لېږد بهیر به د هېواد د نافذه بانکي مقرراتو تر چوکاټ لاندې پر مخ ولاړ شي
د الفلاح بانک وتل یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړوي چې د افغانستان بانکي او اقتصادي ثبات به تر کومه بریده وکولای شي بهرني مالي بنسټونه بېرته راجلب کړي، او آیا کورني بانکونه به د نړیوالو اړیکو د نشتون تشه ډکه کړای شي که نه