کابل – د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزیر: د کورني تولید له درملو پرته د درملو د کمښت ستونزه نه شي حل کېدای
بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴) کابل – د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، وایي چې تر هغه وخته چې په هېواد کې د کورني تولید درملو ته جدي پاملرنه و نه شي او په عملي ډول ترې استفاده و نه شي، د درملو د کمښت ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي. نوموړي دا څرګندونې د روغتیا د خصوصي سکتور له استازو سره په یوه ګډه ناسته کې وکړې
دا ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه چې د عامې روغتیا وزارت د نظارتي ارزونو پایلې له خصوصي سکتور سره شریکې شي او د درملو د تولید، کیفیت او بازار ته د لاسرسي په اړه شته ستونزې وڅېړل شي. ښاغلي جلالي په خپله وینا کې وویل چې پر وارداتي درملو تکیه افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ کړې او وخت رارسېدلی چې د کورني تولید ملاتړ وشي
د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې د درملو داخلي تولید کولی شي د هېواد پر وارداتو تکیه راکمه کړي، د درملو د رسد بهیر باثباته کړي او خلکو ته د اړینو درملو د دوامدار لاسرسي زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، که کورني فابریکې پیاوړې شي او تولیدات یې معیاري شي، نو نه یوازې به د درملو کمښت جبران شي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي
خو د روغتیا د سکتور یو شمېر فعالان او د درملو د تولید فابریکو استازي وايي چې یوازې خبرې د ستونزو حل نه شي کېدای. د هغوی په وینا، د ملاتړ کوونکو روښانه پالیسیو نشتوالی، اقتصادي ستونزې، د خامو موادو د وارداتو سخت شرایط، بانکي محدودیتونه او کمزورې اغېزمنې څارنې د دې لامل شوي چې د درملو کورنی تولید په واقعي مانا وده و نه کړي
د خصوصي سکتور استازي زیاتوي چې که حکومت غواړي د کورني تولید درملو ته بازار پیدا شي، نو باید عملي ګامونه واخلي، لکه د مالیاتي اسانتیاوو برابرول، د کورنیو تولیداتو لومړیتوب، د کیفیت شفاف او منظم نظارت، او له بهرنیو سیالانو سره د نابرابر رقابت مخنیوی
د روغتیا د سکتور فعالانو اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو اداره د دې جوړښتي ستونزو د حل لپاره کوم مشخص او عملي اقدامات په پام کې لري؟ هغوی ټینګار کوي چې که دا ننګونې حل نه شي، نو د کورني تولید شعارونه به یوازې تر خبرو محدود پاتې شي او د درملو د کمښت ستونزه به همداسې دوام ولري
په داسې حال کې چې افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو، بشري بحران او د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی، کارپوهان باور لري چې د درملو د کورني تولید پیاوړتیا کولی شي د هېواد د روغتیايي نظام د پښو پر خپل ځان درېدو په لور یو مهم ګام وي، خو دا کار یوازې هغه وخت شونی دی چې له خبرو هاخوا، عملي او دوامدار اقدامات ترسره شي