news اخبار فوری
clock

د کابل د منار نجات د هوایي پل طرح نهایي شو

د کابل د منار نجات د هوایي پل طرح نهایي شو

بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴)  د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د منار نجات په څلورلارې کې د موټرو لپاره د یو معیاري هوایي پل د جوړولو طرحه او ډیزاین بشپړ او نهایي شوی دی. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا پل د انترچنج  له عصري سیستم سره طرحه شوی، څو د ترافیکي ستونزو دایمي حل ته لاره هواره کړي

د ورکړل شوو جزیاتو پر بنسټ، یاد هوایي پل به درې لین د تګ او درې لین د راتګ ولري، چې ټولیز اوږدوالی یې ۴۵۰ متره او سور یې ۲۸ متره ټاکل شوی دی. د ښاروالۍ مسوولان وایي، دا طرحه د ښار د اوسني او راتلونکي ترافیکي فشار په پام کې نیولو سره جوړه شوې، څو د کلونو لپاره د ترافیک د تنظیم وړتیا ولري

منار نجات څلورلاره د کابل له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ده، چې د دوو مهمو ترانزیټي دهلېزونو، یعنې کابل–لوګر او کابل–جلال‌آباد پر مسیر پرته ده. هره ورځ زرګونه موټرونه، باروړونکي وسایط او مسافر وړونکي بسونه له دې لارې تېرېږي، چې له امله یې سخت ترافیکي بندښتونه رامنځته کېږي او د خلکو وخت او انرژي ضایع کېږي

د سیمې اوسېدونکي او موټرچلوونکي وایي چې د منار نجات په څلورلارې کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې اقتصادي زیانونه هم اړوي. د هغوی په وینا، که دا ډول بنسټیزې پروژې پر وخت، په شفاف ډول او د معیاري اصولو له مخې عملي شي، نو کولای شي د کابل د ترافیک یوه لویه ستونزه هواره کړي

یو شمېر ښاریان ټینګار کوي چې د طرحې نهایي کېدل یو مهم ګام دی، خو تر ټولو مهمه خبره د پروژې عملي کېدل دي. هغوی له طالبانو د ادارې غوښتنه کوي چې د دې هوایي پل د کار د پیل نېټه، د تطبیق څرنګوالی، مالي لګښت او د کار موده په روښانه ډول له خلکو سره شریکه کړي، څو د ولس باور ترلاسه شي

د ښار جوړونې او ترافیکي چارو کارپوهان وایي، که دا پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم عملي شي، نو نه یوازې به د منار نجات څلورلارې ترافیک کم کړي، بلکې د کابل–لوګر او کابل–جلال‌آباد پر لارو به د تګ راتګ بهیر هم چټک او خوندي کړي

په داسې حال کې چې کابل له جدي ترافیکي ستونزو سره مخ دی، ښاریان هیله لري چې د منار نجات د هوایي پل پروژه یوازې پر کاغذ پاتې نه شي، بلکې په عملي ډول تطبیق شي او د ښار د زړو ستونزو د حل لپاره یو رښتینی بدلون رامنځته کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto