اسلامآباد – پاکستان: که طالبان د ترورېزم ستونزه حل کړي، د اړیکو د ښه کېدو لپاره بېساری ظرفیت شته
بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴) اسلامآباد – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي چې که د طالبانو اداره د ترورېزم اړوند اندېښنې په جدي او عملي ډول حل کړي، نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراخ ښه کېدو لپاره «فوقالعاده ظرفیت» موجود دی
اندرابي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې اسلامآباد، د ترورېزم له موضوع پرته، له افغانستان سره کومه بله بنسټیزه یا سیاسي شخړه نه لري. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې یوازې له امنیتي اندېښنو سره تړاو لري او که دا مسئله حل شي، نو د همکارۍ او باور نوی پړاو پیل کېدای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:
پاکستان نه غواړي له افغانستان سره دښمني ولري. زموږ غوښتنه له افغانستانه ډېره ساده ده او دا د هر ملت له اساسي مسوولیتونو سره برابره ده؛ د افغانستان خاوره او وګړي باید په نورو هېوادونو کې د ترورېستي فعالیتونو برخه نه وي
هغه زیاته کړه چې پاکستان له طالبانو غواړي روښانه، مشخص، د اعتبار وړ او لیکلي تضمینونه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد د ترورېستي ډلو لهخوا کار نه اخیستل کېږي. د اندرابي په وینا، تر هغه وخته چې اسلامآباد دا ډول تضمینونه ترلاسه نه کړي، د پاکستان دریځ به پر خپل ځای پاتې وي
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له جدي ننګونو سره مخ شوې دي. پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې ځینې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي
سیاسي شنونکي باور لري چې د پاکستان تازه دریځ د فشار او خبرو اترو ترمنځ یو پیغام لري. د هغوی په وینا، اسلامآباد له یوې خوا پر امنیتي اندېښنو ټینګار کوي، خو له بلې خوا د اړیکو د ښه کېدو دروازه هم پرانیستې پرېږدي، څو طالبان وهڅوي چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي
کارپوهان زیاتوي چې که دواړه لوري وکولای شي د باور د فضا رامنځته کولو لپاره عملي اقدامات وکړي، لکه د معلوماتو شریکول، سرحدي همغږي او د وسلهوالو ډلو پر وړاندې ګډې هڅې، نو دا به نه یوازې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات به هم مثبت اغېز ولري
په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي وضعیت حساس بلل کېږي، د پاکستان دا څرګندونې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې طالبان به د ترورېزم د اندېښنو د رفع کولو لپاره کوم مشخص او عملي ګامونه پورته کړي، او ایا دا به د کابل–اسلامآباد اړیکو د نوي پړاو پیل وي که نه