بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د طالبانو له لوري تازه ټاکل شوی استازی، نوراحمد نور، چې د افغانستان د سفارت د سرپرست (شارژدافیر) په توګه په نوي ډیلي کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ (د جدی ۲۲مه / د جنورۍ ۱۲مه، ۲۰۲۶) د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړي چارواکي، آناند پراکاش، سره ولیدل. آناند پراکاش د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې د دبیر په توګه دنده ترسره کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په نوي ډیلي کې په خپره شوې خبرپاڼه کې دا لیدنه «مهمه» بللې او ویلي یې دي چې په دې ملاقات کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا، د افغان محصلینو د ستونزو د حل او همدارنګه په هند کې د مېشتو افغان وګړو د قونسلي چارو په اړه خبرې شوې دي. د سفارت په وینا، دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی
سره له دې، د هند حکومت تر اوسه د دې لیدنې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی او د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم کومه اعلامیه نه ده ورکړل شوې. دا چاره د دې واقعیت څرګندونه کوي چې هند لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني او له هغوی سره اړیکې یوازې په محدودو، تخنیکي او احتیاطي چوکاټونو کې ساتي
سیاسي شنونکي باور لري چې د هند او طالبانو ترمنځ دا ډول محدود تعاملات تر ډېره د نوي ډیلي د ستراتېژیکو ګټو پر بنسټ ولاړ دي، نه د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ په نیت. د دوی په اند، هند هڅه کوي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو څخه استفاده وکړي، څو په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او د اسلاماباد د رول توازن ګډوډ کړي
کارپوهان همدارنګه ټینګار کوي چې دا تماسونه د طالبانو د حکومت د مشروعیت معنا نه لري، ځکه چې دغه ډله لا هم د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو او د سیاسي ازادیو د محدودولو له امله د نړیوالې ټولنې له جدي نیوکو سره مخ ده. د همدې دلیل له مخې، د هند اړیکې له طالبانو سره تر ډېره د اړتیا پر بنسټ تعامل» بلل کېږي، نه د سیاسي باور او ملاتړ نښه
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د نړیوال انزوا، اقتصادي ستونزو او دیپلوماتیکې بېباورۍ له سخت پړاو څخه تېرېږي، او هر ډول محدود تماسونه هم د سیمې د هېوادونو له لوري د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په چوکاټ کې ارزول کېږي