news اخبار فوری
clock

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ۱۵۷۴مې ورځې ته ورسېد؛ افغانستان د یوه «چوپ نسل» له خطر سره مخ دی

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ۱۵۷۴مې ورځې ته ورسېد؛ افغانستان د یوه «چوپ نسل» له خطر سره مخ دی

بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴)  په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز اوس د زرو او پنځه‌سوه څلور اویا (۱۵۷۴) ورځو ته داخل شوی، خو لا هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي تړلي پاتې دي. سره له پرله‌ پسې نړیوالو غوښتنو، د بشري حقونو د سازمانونو خبرداریو او د اسلامي هېوادونو د علماوو څرګندونو، طالبانو تر اوسه نه یوازې دا بندیز نه دی لرې کړی، بلکې د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره یې کوم روښانه مهالوېش هم نه دی اعلان کړی.

دا اوږدمهاله بندیز د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو سختو او بې‌سارو تعلیمي محدودیتونو څخه بلل کېږي، چې په مستقیم ډول یې د میلیونونو نجونو بنسټیز حق تر پښو لاندې کړی او د هېواد راتلونکی یې له تیارو سره مخ کړی دی

د «زده‌کړه انتظار نه شي کولی» نړیوال کمپاین هم‌مهاله، نړیوال بنسټ ده‌کړه انتظار نه شي کولی» یو ځل بیا د افغان نجونو د ملاتړ لپاره خپل دادخواهانه کمپاین د «افغان نجونو غږ» تر سرلیک لاندې بیا پیل کړی دی. دې ادارې له نړیوالې ټولنې، مرستندویو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي چې د افغان نجونو د زده‌کړو د حق لپاره عملي، دوامدار او اغېزمن ملاتړ وکړي

یاد بنسټ په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې زده‌کړه یو بنسټیز بشري حق دی چې د جګړې، سیاست او ایډیالوژۍ قرباني کېدای نه شي. د ادارې په وینا، په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو محرومول نه یوازې د ښځو پر وړاندې تبعیض دی، بلکې د ټولنې پر نیمایي وګړو د چوپتیا تحمیل دی.

ټولنیزې او اقتصادي پایلې

ښوونیز او ټولنیز کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز به اوږدمهاله، نه جبرانېدونکې پایلې ولري. د دوی په وینا، دا بندیز به د بې‌سوادۍ کچه لوړه کړي، د ماشومانو ودونه به زیات کړي، د ښځو روغتیايي وضعیت به خراب کړي او د هېواد اقتصادي وده به له جدي ځنډ سره مخ کړي.

کارپوهان وایي، هغه ټولنه چې نجونې ترې حذف شي، د پرمختګ، نوښت او ثبات نیمایي ځواک له لاسه ورکوي. افغانستان چې له مخکې د فقر، بیکارۍ او بشري بحران سره مخ دی، د نجونو له زده‌کړو پرته به لا ژورې ټولنیزې ستونزې تجربه کړي

د نړیوالو غبرګونونو دوام

د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نړیوالو بنسټونو له لوري وار وار غوښتنې شوې چې طالبان دې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي. ډېری اسلامي علماوو هم ټینګار کړی چې د نجونو تعلیم د اسلام له اصولو سره په ټکر کې نه دی، بلکې یو ديني فریضه ده.

سره له دې، طالبانو لا هم د خپلو پرېکړو په اړه انعطاف نه دی ښودلی او د بندیز دوام یې د نړیوالې ټولنې اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

«افغان نجونو غږ»؛ د هېرېدو پر وړاندې مبارزه

د «افغان نجونو غږ» کمپاین هڅه کوي چې د افغان نجونو ستونزه د نړۍ له اجنډا ونه لوېږي. د دې کمپاین له لارې، نړیوالو ته دا پیغام رسول کېږي چې د افغان نجونو چوپتیا د رضا معنا نه لري، بلکې د محدودیتونو پایله ده

فعالان وایي، که نړیواله ټولنه په عملي ډول اقدام ونه کړي، نو افغانستان به د یوه داسې نسل شاهد وي چې له ښوونځي، پوهې او  راتلونکي بې‌برخې پاتې شوی وي—هغه نسل چې د هېواد د بیا ودانولو لپاره تر ټولو زیات اړتیا ورته ده

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto