news اخبار فوری
clock

چین د ایران په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود: د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالف یو

چین د ایران په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود: د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالف یو

بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴)  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مائو نینګ، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کړی او د ټولو ملتونو د حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه اصول چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړه توګه خوندي وساتل شي

مائو نینګ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د روانو اعتراضونو په تړاو ویلي وو، د هغه حکومت «ځینې ډېر قوي انتخابونه» تر څېړنې لاندې لري، چې پکې د ایران پر وړاندې احتمالي پوځي اقدام هم شامل دی. دغه څرګندونې په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې کولی شي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي. نوموړې ټینګار کړی چې شخړې، ګواښونه او پوځي فشارونه نه یوازې ستونزې نه حل کوي، بلکې د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ کوي

مائو نینګ همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د ایران حکومت او ولس وکولای شي پر اوسنیو ستونزو برلاسي شي او ملي ثبات وساتي. د هغې په وینا، د هر هېواد داخلي مسایل باید د هماغه هېواد د خلکو له لوري او د خبرو، تفاهم او سوله‌ییزو لارو حل شي، نه د بهرنیو فشارونو او زورزیاتي له لارې

دا دریځ د چین د بهرنۍ پالیسۍ له دودیز سیاست سره سمون لري، چې تل یې د نه‌لاسوهنې، متقابل درناوي او د هېوادونو د ملي حاکمیت پر اصل ټینګار کړی دی. چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې ځان د نړیوالو شخړو په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په مسایلو کې د ثبات غوښتونکي او متوازن لوبغاړي په توګه وښيي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د چین دا څرګندونې نه یوازې د امریکا د احتمالي پوځي ګواښونو پر وړاندې یو غیرمستقیم انتقاد دی، بلکې دا پیغام هم لري چې بېجینګ د ایران پر وړاندې د زور له کارولو ملاتړ نه کوي او د بحران د حل لپاره د دیپلوماتیکو لارو پلوي دی

دا غبرګون په داسې وخت کې مخې ته راځي چې په ایران کې د پراخو اعتراضونو راپورونه خپاره شوي او د سیمې او نړۍ قدرتونه د وضعیت د لا خرابېدو له امله اندېښمن دي. څارونکي وایي، د چین دریځ ښيي چې د ایران موضوع ښايي یو ځل بیا د نړیوالو سیاسي سیالیو او دیپلوماتیکو دریځونو په محور بدله شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto