بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د بشري حقونو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ، د ایران د روان وضعیت په اړه ویلي چې د دغه هېواد خلکو له کلونو راهیسې د سختو خطرونو په منلو نړۍ ته خبرداری ورکړی، خو د هغوی غږونه د لسیزو لپاره په زور چوپ کړل شوي دي
ملالې دا څرګندونې د ایکس (پخوانی ټویټر) پر ټولنیزه شبکه په یوه تازه خپاره شوي پیغام کې کړې دي. هغې ویلي چې د ایران ولس، په ځانګړي ډول هغه کسان چې غواړي غږ یې واورېدل شي او د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري، له اوږدې مودې راهیسې د ځپلو، بندیزونو او تاوتریخوالي قربانیان پاتې شوي دي
ملالې ټینګار کړی:
«راتلونکی باید د ایران د خلکو په لاس کې وي—هغه راتلونکی چې پکې د ایراني ښځو او نجونو رهبري مرکزي رول ولري، نه دا چې د بهرنیو ځواکونو یا سرکوبګرو حکومتونو له لوري پرېکړه وشي.»
دې بشري حقونو فعالې زیاته کړې چې د ازادۍ، وقار او انساني کرامت غوښتنه د هر ملت بنسټیز حق دی او هېڅ سیاسي فشار، زورزیاتی او یا هم بهرنی لاسوهنه نه شي کولای دا حق تر پښو لاندې کړي. د هغې په وینا، د ایران ښځې او نجونې د بدلون اصلي ځواک دي او د هغوی حضور د یوه عادلانه او باثباته راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري
ملالې یوسفزۍ په څرګندو ټکو ویلي چې هغه د ایران د خلکو، ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د ازادۍ او انساني کرامت غوښتنه په بشپړ ډول ملاتړ کوي. هغې دا هم ویلي چې د نړۍ چوپتیا د ظلم دوام ته لاره هواروي او نړیواله ټولنه باید د هغو ولسونو تر څنګ ودرېږي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي
د ملالې څرګندونې په داسې وخت کې خپرېږي چې ایران د پراخو ولسي اعتراضونو، سیاسي فشارونو او نړیوالو اندېښنو شاهد دی. د بشري حقونو بنسټونه وایي چې په دې اعتراضونو کې ښځې او نجونې د بدلون مخکښ رول لري او د دوی غږ د هېواد د راتلونکي په اړه بنسټیز اهمیت لري
سیاسي شنونکي باور لري چې د ملالې ملاتړ د ایران د ښځو د مبارزې نړیوال انعکاس پیاوړی کوي او دا پیغام رسوي چې د ازادۍ او عدالت غوښتنه نه شي چوپ کېدای، که هر څو کلونه هم پرې تېر شي