بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د العربیه شبکې د راپور له مخې، په غزه کې د روغتونونو چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي چې د تېرو شپې سختو بارانونو او زورورو بادونو څلور کسان وژلي دي. د راپور له مخې، یو تنکی ځوان، دوه ښځې او یو سړی هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د جګړې له امله زیانمنو شویو ودانیو نیمکنده دېوالونه پر هغو خیمو راونړېدل، چې بېځایه شوې کورنۍ پکې اوسېدې
چارواکي وایي، قربانیان هغه کسان وو چې د جګړې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي وو او د بیړني سرپناه په توګه یې له خیمو استفاده کوله. د سختو بارانونو او توپاني بادونو له امله، دا خیمې ونه شوای کولی د خلکو ژوند خوندي وساتي
جګړه، ویجاړۍ او بېسرپناه ولس
د دوو کلونو ویجاړونکې جګړې غزه په کنډواله بدله کړې ده. زرګونه کورونه بشپړ یا نیمه ویجاړ شوي او د سرپناه نشتوالی د غزې د اوسېدونکو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده. ډېری کورنۍ اړ شوې چې په لنډمهاله خیمو، نیمه ویجاړو ودانیو او یا هم پرانیستو ځایونو کې ژوند وکړي
که څه هم د اکټوبر له لسمې نېټې راهیسې اوربند نافذ شوی، خو مرستندویه ټولنې وایي چې دا اوربند د خلکو اساسي ستونزې نه دي حل کړې. د هغوی په وینا، فلسطینیان د ژمي د سختو بارانونو، توپانونو او یخنۍ پر وړاندې هېڅ ډول خوندي او معیاري پناهځای نه لري
د بشري ناورین دوام
بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د خراب موسم دوام کولی شي د مرګژوبلې کچه نوره هم لوړه کړي. دوی وایي، زرګونه ماشومان، ښځې او زاړه کسان د سړې هوا، لمدوالي او ناروغیو له خطر سره مخ دي. د پاکو اوبو، برېښنا، درملو او د تودوخې وسایلو کمښت د خلکو ژوند لا سخت کړی دی.
مرستندویه ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بېړنۍ بشري مرستې زیاتې کړي، د ژمي لپاره مناسب سرپناه برابر کړي او د غزې د ولس د ساتنې لپاره عملي ګامونه واخلي. د دوی په وینا، یوازې اوربند بسنه نه کوي، بلکې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره دوامدارې مرستې اړینې دي
د غزې ولس؛ د جګړې او طبیعت ترمنځ ایسار
د غزې اوسېدونکي وایي، جګړې یې کورونه وران کړل او اوس طبیعي افتونه د هغوی ژوند ګواښي. د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې دوی د جګړې قربانیان دي او د ژمي سخت شرایط یې کړاوونه څو برابره کړي دي
څارونکي وایي، که د غزې د بشري وضعیت لپاره بېړني او پراخ اقدامات ونه شي، نو د ژمي موسم به د دې سیمې لپاره له لا ډېرو انساني تراژیدیو سره مل وي