کاناډا: پر لبنان برید غیر قانوني دی او د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده
بریانیوز:(چهار شنبه،۱۲ حمل۱۴۰۵)
د کاناډا لومړي وزیر، د اسرائیلو له لوري پر لبنان وروستی پوځي برید "غیر قانوني" بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره او جدي سرغړونه ده
کارني په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې نړیوال قانون باید د ټولو هېوادونو لپاره یو شان عملي شي او هېڅ دولت ته دا اجازه نه شي ورکول کېدای چې د بل هېواد پر خاوره له قانوني جواز پرته پوځي عملیات ترسره کړي. د هغه په وینا، دا ډول اقدامات د سیمهییز ثبات لپاره خطرناک پایلې لري او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل ګرځي
هغه له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د زغم څخه کار واخلي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه چې د سیاسي خبرو او دیپلوماټیک حل لارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، څو د شخړو د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې خلکو ته نور زیان و نه رسېږي
د کاناډا حکومت همدارنګه ویلي چې د ملکي وګړو خوندیتوب یو اساسي اصل دی او باید په هر حالت کې ورته درناوی وشي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام یوازې انساني ناورینونه زیاتوي او د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کوي
سیاسي شنونکي وايي، د کاناډا دا څرګندونې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو انعکاس دی، چې غواړي د منځني ختیځ د کړکېچ د کمېدو لپاره پر ټولو اړخونو فشار زیات کړي
په همدې حال کې، د سیمې وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او د تاوتریخوالي د پراخېدو اندېښنې پر ځای پاتې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?