news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د روهینګیايي کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال؛ سمندر د مرګ په لاره بدل شوی

د روهینګیايي کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال؛ سمندر د مرګ په لاره بدل شوی

د روهینګیايي کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال؛ سمندر د مرګ په لاره بدل شوی

بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)

 د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال د روهینګیا کډوالو لپاره تر ټولو خونړی او مرګونی کال ثبت شوی دی

د راپور له مخې، یوازې په تېر کال کې نږدې ۹۰۰ کډوالو د سمندر له لارې د تېښتې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی یا هم لادرکه شوي دي. دا شمېرې د انساني ناورین یوه دردوونکې انځور وړاندې کوي، چې پکې بې وزله او بې وسه خلک د ژغورنې په هیله له مرګونو خطرونو سره مخ کېږي

راپور څرګندوي چې د سمندر له لارې د تګ په هر اوو کسانو کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په نړیواله کچه د کډوالو د سفرونو تر ټولو لوړه د مرګ ژوبلې کچه بلل کېږي. دا احصایه د دې ښکارندویي کوي چې قاچاقي او غیرقانوني لارې نه یوازې خوندي نه دي، بلکې د مرګ او ورکېدو مستقیم لامل ګرځي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ټینګار کړی چې د روهینګیايي کډوالو وضعیت لا هم خورا کړکېچن دی او دوی اړ کېږي چې د ناامنۍ، بې‌وزلۍ او ځپنې له امله له خپلو مېنو وتښتي. ډېری دغه کډوال د سمندري قاچاقبرو له لوري د خطرناکو سفرونو پر لور هڅول کېږي، چې پایله یې ډېری وخت مرګ یا ورکېدل وي

کارپوهان وايي، تر څو چې د کډوالو د ستونزې بنسټیز لاملونه حل نه شي او خوندي او قانوني لارې برابرې نه شي، دا ډول مرګونې پېښې به دوام ومومي. دوی پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره عاجل او عملي ګامونه واخلي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto