په افغانستان کې د خوراکي توکو بېساری لوړېدل؛ د خلکو پر ژوند د اقتصادي فشارونو دروند سیوری
بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)
د د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله په بېساري ډول لوړې شوې دي، چې دا وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی
د راپور له مخې، د وریژو بیه تر ۴۷ سلنې پورې لوړه شوې، په داسې حال کې چې د غنمو بیه هم شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. دا زیاتوالی په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د هېواد ډېری وګړي لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
راپور څرګندوي چې د اسلام کلا بندر له لارې له ایران سره د وارداتو پر مسیر ډېر فشار، له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل، او د ټرانسپورټي لګښتونو زیاتوالی د دې ګرانۍ مهم لاملونه دي. دا فکتورونه د توکو د عرضې پر بهیر مستقیم اغېز کړی او بازارونه یې له کمښت او لوړې بیې سره مخ کړي دي
همداراز، د کار بازار هم په جدي ډول زیانمن شوی دی. د کار فرصتونه کم شوي او د خلکو عایدات راټیټ شوي، چې له امله یې ډېری کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. دا وضعیت د خوړو د خوندیتوب بحران لا ژور کړی دی
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو په افغانستان کې به د بېوزلۍ او لوږې کچه نوره هم لوړه شي. دوی پر نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غږ کوي چې عاجل اقدامات وکړي او د خلکو د ملاتړ لپاره مرستې زیاتې کړي، څو د یو پراخ بشري ناورین مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?